تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپیدار ماڼۍ: بحث بشپړ شوی، د کابینې غړیتوب لپاره نوماندان اعلانوو
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د سپیدار ماڼۍ وايي د کابینې نویو غړیو په اړه د دوی بحثونه بشپړ شوي دي او ژر به یې اعلان کړي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه له خپله اړخه اته وزارتونو ته نوماند وزیران ټاکلي او وايي د لیست تر بشپړېدو وروسته به ټول نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژني.
خو ټاکل شوې چې ملي شورا راتلونکې اونۍ د ۴۵ورځو لپاره په دوبنیو رخصتیو ولاړه شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي موافقې نژدې دوې میاشتې کېږې، خو د کابینې زیاتره غړي لا هم نه دي نومول شوي. په دې لړ کې د ښاغلي عبدالله له لوري ولسمشرۍ ماڼۍ ته کسان نه دې ورپېژندل شوي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله ویاند فریدون خوځون وايي، د کابینې نویو غړیو په اړه د دوی بحثونه بشپړ شوي دي او ژر به یې له ارګ سره شریک کړي.
که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د پارلماني چارو وزرات په ګډون د ۲۳ وزارتونو له ډلې له خپله اړخه اته وزیران، مالیې، پوهنې، کانونو، روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، ښځو چارو، پارلماني چارو او ښار جوړولو چارو نوماند وزیران ټاکلي دي، خو د سپیدار ماڼۍ له خوا د وزیرانو لیست نه شریکولو له امله حکومت نه دی توانېدلی چې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره بشپړ نوملړ ولېږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي پر دې چاره په بیړه کار روان دی.
د افغانستان کابینه ۲۳ وزارتونه لري چې یوازې ۲۲ یې د ولسي جرګې د باور رایې ته اړتیا لري. داسې ښکاري چې د ولایتونو او خپلواکو ریاستونو پر سر د ارګ اوسپیدار ماڼیو ترمنځ بحثونه لا پر ځای پاتې دي.
د افغانستان ولسي جرګې په وار وار له حکومت غوښتي چې ژر خپل د کابینې غړي د رایې اخیستو لپاره ور وپېژني. ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا پنځه میاشتې مخکې د خپلې لوړې په مراسمو کې په دوو اوونیو کې د نوي حکومت د جوړېدو خبره کړې وه، خو سیاسي ستونزې او لانجې د دې لامل شوې چې دا بهیر تر اوسه وځنډېږي.
که څه هم د کابینې د غړو د نوماندېدو بهیر له وړاندې ځنډېدلې خو له بلې خوا ټاکل شوې چې ملي شورا راتلونکې اوونۍ، د یوې نیمې میاشتې لپاره په خپلو دوبنیو رخصتیو ولاړه شي. خو داسې نه ښکاري د کابینې ټول غړي به په دغې مودې کې وروپېژندل شي. او ښايي دا بهیر د ولسي جرګې رخصتیو تر پای ته رسېدو وځنډيږي.