د شاتو مچیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کال کې ۲۱۰۰ مټریک ټنه ګبین تولیدوي

د عکس سرچینه، Gettyimages
د کرنې او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي په افغانستان کې د شاتو د تولید کلنۍ اندازه ۲۱۰۰ مټریک ټنه ده.
په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د مچیو روزل دود شوي او اوس مهال په شنو غونډیو او دښتو کې د مچیو ټمبکې (صندوقونه) ډېر لیدل کېږي.
چارواکي وايي د مچیو ساتنې صنعت وده او ګبینو (شاتو) ته یې بازار موندنه د دغه وزارت له لومړيتوبونو دي.
د بي بي سي خبریال زلمي اشنا د مچیو نړیوالې ورځې په پلمه د افغانستان شمال ختیځو ولایتونو کې د مچیو روزلو صنعت او د ګبینو تولید څرنګوالي ته کتنه کړې.
دا شپې ورځې د کندوز ښار شاوخوا سیمو په ګډون، د امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو په شنو غونډیو او دښتو کې د مچیو شور وي.
په وروستیو کلونو د افغانستان په ډېرو ولایتونو په ځانګړي ډول کندوز کې د مچیو ساتلو صنعت وده کړې.
مچیوال وايي د نورو کرنیزو محصولاتو تر څنګ د مچیو ساتل هم ښه عاید لري. محمدا ګل له تېرو دوو لسیزو راهیسې په کندوز کې مچۍ ساتي. دی وايي کال په کال یې د مچیو ټمبګو (صندوقونو) شمېر او د ګبینو تولید کچه لوړېږي:
"له لسو صندوقونو مې پیل کړی، تېر کال مې ۳۲۵۰ کیلو شات تر لاسه کړي. خو بازار یې خراب دی، ځکه موسسې او حکومت له پاکستانه مچۍ واردوي، ډېری یې ناروغې وي، زموږه مچۍ هم پرې اخته کېږي. ولې یې له موږ نه اخلي؟ په تېرو کلونو کې یو کیلو شات په ۷ سوه وو، خو اوس په پنځه سوه دي."
د جمبیلیک، ښېزو، چییر او تاران بوټو او د عکاسۍ ګلانو ګبین په شمالختیځو ولایتونو کې په ترتیب تر ټولو غوره شات دي او ښه بازار هم لري.
خو د پروسس د برخې متخصصین وايي د شاتو تولید او د مچیو ساتلو لپاره د کیمیاوي توکو کارولو، د کورنیو تولیداتو رنګ بد کړی دی.
په کابل کې د شاتو پروسسونکی صفي نظري په دې اړه وايي:
"د سالم رقابت لپاره اړینه ده چې د مچیو روزونکي د شات تر لاسه کولو ټولو معیارونو ته پام وکړي. د پروسس په وخت روغتیا ته پام وکړي. د هکزالیک اسید او فارمیک اسید او نورو کیمیاوي توکو له کارولو ډډه وکړي. دا معیارونه ددې لامل کېږي چې په شاتو کې د کاربن دای اوکسایډ، اکنټي بیوټیکونو او شکرې کچه صفر شي، په کورنیو بازارنو کې مو د تولید کړو شاتو اعتبار لوړېږي، چې ورسره پردې موږ کولی شو بهرنيو مشتریانو پام هم واړوو."

د شمال ختیځو ولایتونو مچیوال هیله من دي چې په روان کال کې به لا ډېر شات تر لاسه کړي.
د رسمي شمېرو له مخې، له څو کلونو راهیسې په تخار، بدخشان، بلخ، بامیان، هرات، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د شاتو تولید له ۳۰ تر ۷۰ سلنې پورې لوړ شوی.
په وروستیو کلونو کې په یو شمېر نورو هېوادونو لکه عربي متحده اماراتو – دبۍ او هند کې جوړو شویو نندارتونونو کې په لومړي ځل د افغانستان شات نندارې ته وړاندې شوي چې تود هرکلی یې شوی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي د مچیو صنعت ودې او د افغانستان شاتو ته بازار موندنه ددغه وزارت له لومړیتوبونو دي. ښاغلي رستمي زیاته کړه د کورنیو تولیداتو کچې په لوړېدا، د شاتو د وارداتو کچه ټیټه شوې:
"که وزارت ډاډ ترلاسه کړي چې کورني تولیدات زموږه اړتیاوې پوره کولی شي، موږ یې د وارداتو مخه نیسو او یا هم تعرفه ورباندې ډېروو. صادرات لرو خو لږ دي، خو وروسته له هغه چې نړیوالو نندارتونو کې مو شات نندارې ته وړاندې شول، ډېر نور فرصتونه تر لاسه شول. پانګه وال هم ورته هڅول شوي."

مچۍ لرونکو ته د ښوونیزو پروګرامونو عملي کول، د مچیو ساتلو لپاره د پرمختللو وسایلو چمتو کول او ښه عاید، افغانستان کې د شاتو تولیداتو کچې لوړېدا لاملونه بلل کېږي.
په ۲۰۱۹ کې د کرنې او مالدارۍ وزارت کړې ارزونې ښوولې، چې افغانستان کې د شاتو د تولید کلنۍ کچه، ۲۱۰۰ مټریک ټنه ده، خو دغه هېواد هر کال د ۱۱ زره ټنه شاتو د تولید وړتیا لري.
تر اوسه ۵ ډوله د شاتو مچۍ پېژندل شوې او ساتل کېږي، خو په افغانستان کې دوه ډوله مچې ساتل کېږي، ایټالیايۍ یا طلایي او قفقازۍ.
د کرنې او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي چې اوس مهال د افغانستان په شلو ولایتوتونو کې نږدې سل زره کسان د مچیو په روزلو بوخت دي.




















