تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بګرام هوايي اډې شپږ افغان کارکوونکي ووژل شول
د افغانستان په پروان ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه ناوخته نامالومو وسله والو د بګرام هوايي اډې شپږ کارکوونکي په ډزو وژلي دي.
د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار ( نن جمعه اپریل ۱۷ ) بي بي سي ته وویل چې تېره شپه د بګرام هوايي اډې پر نهه کارکوونکو داسې مهال وسله وال برید وشو چې خپلو کورونو ته روان و.
هغې وویل په دې برید کې شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پروان د والي ویاندې زیاته کړه چې برید کوونکي پر موټر سایکل سواره و او پر هغې رکشې یې ډزې وکړي چې دا کار کوونکي یې لیږدول.
مېرمن شهکار بي بي سي سره خبرو کې وویل چې دا برید وسله والو طالبانو کړی خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برید کې د طالبانو لاس لرل رد کړي دي.
د یادولو ده چې د تېر کال د دېسمبر میاشتې پر ۱۱ نېټه طالبانو بګرام هوايي اډې ته څېرمه پر یوه روغتیايي مرکز برید وکړ. په دې برید کې دوه ولسي وګړي ووژل شول او ۷۰ تنه نور ټپیان شول.
طالبانو په یوه وینا پاڼه کې د دې برید مسؤلیت ومانه او ادعا یې وکړه چې برید کوونکي د بګرام هوايي اډې ته ننوتي دي.
د دې په پایله کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وویل چې د هوايي ځواک له خوا پر دې روغتیايي مرکز ټول برید کوونکي طالب وسله وال وژل شوي دي.