افغانستان کې له کورونا وېروس۱۱٪ ناروغان ښه او ۳٪ مړه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان روغتیا وزارت وایي، تېرو څلرویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۶۶ تازه پېښې ثبت کړې دي.
د رسمي شمېرو له مخې دې سره افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ ته ورسېد.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د جمعې په ورځ رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، تېرو ۲۴ ګړیو کې ټولې ۴۶۵ شکمنې پیېښې ازمویل شوې چې پکې ۶۶ مثبتې دي:
"مثبتو پېښو کې د کابل ۲۶، کندهار ۱۵، بلخ ۶، کندز ۵، هرات ۵، هلمند ۴، لغمان ۳ او ننگرهار او کونړ کې هم یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده".
ښاغلی مایار زیاتوي، پرون د کورونا وېروس ۴۵ ناروغان رغېدلي او دې سره له دې ویروس د رغېدلو کسانو شمېر ۹۹ ته ورسېد.
نوموړی وايي، افغانستان کې ۱۱ سلنه کورونا ناروغان ښه شوي او ۳،۳ سلنه له دې وېروس مړه شوي دي.
ښاغلي مایار د مړینې تازه پېښه یاده نه کړه، خو تر پنجشنبې له دې وېروس ۳۰ افغانان مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې اول ځل دا وېروس له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې ښکاره شو او تراوسه له بل هر ولایت هرات کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ډېر دی.
په دغه ولایت کې د کورونا لومړنۍ پېښه د فبرورۍ په ۲۲ ثبت شوه.
اوس له هرات وروسته کابل او کندهار کې د دې وېروس ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
تراوسه د افغانستان ۳۰ ولایتونو کې د کورونا مثبتې پېښې پېژندل شوې دي.
د افغانستان روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دغه هېواد کې په کورونا ډېری اخته کسان ځوانان او ۷۵ سلنه یې نارینه دهي.



















