امرالله صالح: کورونا کې د لوږې مخنیوی د حکومت لومړیتوب دی

صالج

د عکس سرچینه، 1tv

د خپرېدو وخت

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا مهال د حکومت لومړیتوب د کورونا وېروس کړکېچ کې د خوراکي توکو له ګرانۍ او کمښت د رامنځ ته شوې لوږې مخنیوی دی.

ښاغلي صالح کابل کې یو تلوېزون سره خبرو کې وویل، کابل کې هغو یو لک ۲۵ زره کورنیو ته د خوړو رسولو پروګرام لري، چې د کورونا وېروس د ګرځبندیز له امله یې ورځنی عاید له لاسه ور کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، له والیانو هم غوښتل شوي چې اړمنې کورنۍ ور وپېژني.

د ښاغلي صالح په خبره، اول ځل د افغانستان ټولو والیانو ته واک ور کړل شوی چې د ولایتي بودیجې د لګښت څرنګوالی خپله وټاکي:

"ټولو والیانو د کابینې غونډو کې د ګډون امکان ترلاسه کړی، حکومت هڅه کړې چې سرحدي لارې بندې نه شي".

د افغانستان د روغتیا وزارت وروستۍ شمېرې وايي، دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ ته رسېدلی او ۱۵ کسان هم له دې وېروس مړه شوي دي.

اندېښنې شته چې ممکن افغانستان کې د کورونا د ازمېښت د محدودیت له امله په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه په ځلونو ډېر وي چې تراوسه پېژندل شوي دي.

دمګړۍ پلازمېنه کابل کې د تګ سخت محدودیت لګوی شوی، هرات کې- چې افغانستان کې د دې وېروس د خپرېدو مرکز دی- هم محدودیت لګول شوی دی.

پر کابل او هرات سربېره دا ناروغي تراوسه په سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغیس، سرپل، پکتیکا، بغلان، کندوز، غور، پکتیا، تخار او فاریاب کې پېژندل شوې ده.

ښاغلي صالح خبرداری ور کړ چې افغانستان کې به له کورونا مړینه ډېره شي او که حکومت اوسنۍ هڅې جاري هم وساتي، بیا هم د درې لکه کسانو د مړینې وړاندوینه شته.

نوموړي دا هم وویل، د میکروب ضد محصولاتو د لرلو لپاره څلورو کورنیو شرکتونو ته دنده سپارل شوې چې له افغان انګورو دا توکي تولید کړي.

د امریکا مرستې

کورونا

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، امریکا له افغان ځواکونو سره د یو میلیارد ډالر مرستو د کمولو ګواښ کړی دی.

ښاغلي صالح د ټوېټونو او بیانیو له لارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیوکې داسې هڅې وبللې چې له مخې یې امریکا غواړي دوی د اساسي قانون خلاف کار ته مجبور کړي.

د هغه په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته وروستي سفر کې "اخلاقي سپارښتنې درلودې او موږ یې هرکلی کوو".

صالح دا هم وویل، چې امریکا یو میلیارد ډالر کم کړي نه دي، بلکې د کمولو ګواښ یې کړی دی.

د هغه په خبره، "که نړیواله مرسته پرې شي، نه هلمند سیند وچېږي او نه هم پنجشېر او نه د هندوکش ملا ماتېږي".

وروستیو ورځو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت وویل، "د ټول اړخیز حکومت" جوړولو کې د افغان سیاسي مشرانو د پاتې را تلوله امله واشنګټن له کابل سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي.

دوی دا ګواښ هم وکړ چې له افغانستان سره به نوره مرسته هم کمه کړي.

ښاغلي صالح د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلاف د اوارې لپاره د منځګړو د ناکامۍ په هکله وویل، "ښاغلي عبدالله حکومت کې په پنځه کلن ګډون سره څه وکړل".

هغه زیاته کړه، چې اساسي قانون د ګډون د ټیټې کچې په هکله "خاموش دی او موږ د ټاکنو پر اصل معامله نه کوو".