تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې د کورونا وېروس ۳۲ تازه مثبتې پېښې؛ د ورځې لخوا ګرځ بندیز
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په هرات ولایت کې د کورونا وېروس ۳۲ تازه مثبتې پېښې رامخې ته شوې دي، چې ورسره په ټول افغانستان کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۷۴ ته رسېدلی. هاخوا افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو هم ویلي چې دې هېواد کې ۴ بهرني پوځیان په کورونا وېروس اخته شوي دي.
افغان حکومت همدا راز اعلان کړی چې د دې وېروس د مخنیوي په موخه سر له چارشنبې هرات کې به د ورځې لخوا د خلکو پر ګرځېدو بندیز لګېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار سې شنبه خبریالانو ته وویل چې نوې ثبت شوې مثبتې پېښې ټولې په هرات کې دي. دا ولایت وار د مخه د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې پېښې درلودې.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا نوي کسان له کوم بهرني هېواد نه افغانستان ته ستانه شوي وو او که په هېواد دننه په دې وېروس اخته شو ي دي.
افغان چارواکي وايي، تر ډېره افغانستان کې په کورونا وېروس اخته کسان له ایرانه راغلي او یا یې هغه کسان نیولي چې له ایرانه راغلو کسانو سره یې راشه درشه درلوده.
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په وينا افغانستان د کورونا وېروس د خپرېدو له پلوه د نورو هېوادونو پرتله په ښه وضعيت کې دی او له دغه فرصت څخه د کورونا وېروس د مخنيوي لپاره بايد ګټه واخيستل شي.
بله خوا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویلي، د دوی د څلورو سرتېرو د کورونا وېروس ازموینې مثبتې وې. د غوڅ ملاتړ ځواکونه وايي، دا سرتېري تازه له بهره افغانستان ته راغلي دي.
ددغو ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي، دا لومړی ځل دی چې د غوڅ ملاتړ ځواکونو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبتېږي چې اوس په تجرید کې دي.
یاده سرچینه وايي، هڅه کوي چې د نورو مثبتو پېښو د مخنیوي لپاره په کورونا وېروس اخته کسان قرنطین کړي.
په اعلامیه کې په کورونا وېروس ددغو څلوور اخته سرتېرو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو وايي د کابو ۱۵۰۰ سرتېرو او ملکي کارکوونکو د خوندیتابه لپاره دوی د کورونا وېروس ازموینې پیل کړې دي.
تېره یکشنبه د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وویل، د دوو سفارتونو دوه دیپلوماتان په کورونا وېروس اخته شوي او اوس د تجرید حالت کې دي.
فېروز الدین فېروز وویل، دغه دیپلوماتان له افغانستانه بهر په هغو هېوادونو کې په کورونا وېروس اخته شوي، چې دا وېروس پکې خپور شوی، خو ده د دغو هېوادونو نومونه یې وانخیستل.
په ایران کې د کورونا ویروس خپرېدو پسې هره ورځ په زرګونو افغانان له دغه هېواد ستنېږي.
د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په خبره، په دریو کې دوه کډوال وايي، چې ایران کې د کورونا ویروس له وېرې افغانستان ته ستنېږي.
د مارچ پر ۲۲مه، په افغانستان کې د کورونا وېروس له کبله د لومړنۍ مړینې خبر ورکړل شوی و. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي مړ شوی کس د بلخ ولایت اوسېدونکی او څلوېښت کلن و.
یاد وزارت تېره اوونۍ د هغه په وجود کې د کوېډ ۱۹ وېروس تشخیص کړی و او ناروغ کس له هغې مودې راهیسې په روغتون کې بستر و.
د دې کس په اړه نور مالومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي او تر اوسه دا هم نه ده څرګنده چې دی له کوم بل هېواده راستون شوی و او که په افغانستان کې دننه په دې وېروس اخته شوی و.