امریکا: 'افغان مشران دې د سولې له تاریخي فرصته ګټه واخلي'

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا پر افغان مشرانو غږ کړی چې خپل سیاسي اختلافات څنډې ته کړي او د سولې لپاره سره ګډ کار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ګرده نړۍ کې په خپرېدو دی، افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.
تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي لمریز کال پیغام کې ویلي وو، تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې د نوي کال په تړاو خپلو خلکو ته ورکولی شي، دا ده چې د یوه ټولګډوني حکومت جوړولو لپاره سره یوې هوکړې ته ورسېږي، سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي او د سولې لپاره له برابر شوي تاریخي فرصته ګټه واخلي.
ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي: "اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکېچ هوار کړي چې د ټولټاکنو او د دوو تحلیف-غونډو نه رامنځته شوی."
د خلیلزاد په ټوېټونو کې دا هم راغلي چې: "د سولې له تاریخي فرصت نه د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي؛ د کورونا وېروس د وبا د قابو کولو او ترېنه د خلکو د ساتنې لپاره، په ګډه، د طالبانو په ګډون، کار وکړي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دا خبرې پر داسې مهال شوې چې په سوېلي ولایت زابل کې پرون پر افغان ځواکونو په یوه وسله وال برید کې لږ تر لږه ۲۴ امنیتي کسان ووژل شول، چې ولسمشر محمد اشرف غني دا برید وغانده او ویې ویل چې د "وسله والو طالبانو دغه ډول بریدونه نه یوازې د سولې فرصت له خطر سره مخ کوي، بلکې د دوی پر ضد د ولس کرکه او نفرت لا راپاروي."
ناټو ویلي، چې د نوي ۱۳۹۹ هـ ل کال پر لومړۍ ورځ پر افغان ځواکونو د طالبانو دغه برید له شرمه ډکه کړنه ده.
وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.
ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي وو چې، امریکا غواړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.

نوموړي ویلي، که څه هم افغان حکومت او طالبانو دې برخه کې ژمنه کړې، خو تر اوسه هېڅ بندیان نه دي خوشي شوي.
نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د کورونا وېروس ستونزې ته په کتو د بندیانو د خوشي کولو موضوع لا جدي شوې ده، او باید چې وخت ضایع نشي.
زلمی خلیلزاد وایي، افغان حکومت او طالبان کولی شي چې بندیانو د خلاصون لپاره تخنیکي ګامونه پورته کړي، او زیاتوي چې دی به پخپله د دواړو خواو لومړنیو غونډو کې حاضر وي.






















