چین د ملخانو وژلو لپاره پاکستان ته یو لک هیلۍ استوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې په دې وروستیو کې د ملخانو سېلونو فصلونو او کروندو ته لوی زیان اړولی. اوس ګاوندي هېواد چین ژمنه کړې ده چې د دې ملخانو د وژلو لپاره به پاکستان ته یو لک هیلۍ یا مرغابۍ استوي.
کارپوهان وایي چې یوه هیلۍ په ورځ کې دوه سوه ملخانو خوړلی شي، او په دې توګه د ملخانو په ختمولو کې تر کیمیاوي درملو هیلۍ ډېرې اغېزمنې دي.
پاکستان د دې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې په تېرو دوه لسیزو کې دا د ملخانو تر ټولو ډېر نفوس دی، چې له کبله یې ان بېړنی حالت اعلان شو.
د پاکستان تر څنګ د افغانستان په خوست ولایت کې هم ملخانو فصلونه خراب کړي دي. د ختیځې افریقا یو شمېر هېوادونه هم له څه مودې راهیسې له ورته ستونزې سره مخ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین حکومت همدا راز اعلان کړی دی چې پاکستان کې د ملخانو پر ضد د ځانګړو پروګرامونو جوړولو لپاره به کارپوهان ور استوي.
چین غواړي په کور دننه له ځینو تجربو وروسته هیلۍ د پاکستان سند، بلوچستان او پنجاب ایالتونو ته استول کېږي.
په ۲۰۰۰ کال کې هم چین له ژیجیانګ ایالت نه دېرش زره هیلۍ سنکیانګ ایالت ته استولې وې چې د ملخانو د نسل مخه ونیسي.
















