تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پکتيکا کې لاريونيانو د ښرنې بازار وتاړه
د افغانستان سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې زرګونه کسانو د نامعلومه وسله والو له لورې د دوو هټیوالو د وژنې په غبرګون کې لاریون کړی او د مرکز ښرنې بازار یې تړلی و. خو د پکتیکا امنیې قومنداني وايي، د پېښې په تړاو یې پنځه تورن نیولي او څېړنې یې روانې دي.
وژل شوي کسان چې په ښرنه کې یې قصابي لرله او دواړه ورونه و پرون یکشنبه کور ته پر لاره و چې ووژل شول. د وژل شویو کسانو پلار حاجي لعل خان وویل دوی شخصي دښمني نه لري او وژونکي غله دي.
ځايي مشر او د لاریون ګډونوال کلام خان بي بي سي ته وویل په دې لاریون کې زرګونه کسانو برخه لرله. دده په وینا "لاریون کوونکو د ښرنې ټول بازار تړلی او تر هغه به تړلی وي تر څو د دې کسانو وژونکي د خپل عمل په سزا نه وي رسېدلي."
دی وايي خلک د داډول پېښو له امله "تر پوزې راغلي، یوازې په تېرو دوه اونیو کې دا دریمه پېښه ده چې رامنځته کیږي."
لاریونوالو د وژل شویو هټیوالو جنازې د ولایت دروازې مخې ته د اعتراض په توګه ولېږدولې او له چارواکو یې وغوښتل چې د دغې پېښې عاملان ونیسي او سزا ورکړي.
دوی د چارواکو خلاف هم شعارونه ورکول چې وایي د ولایتي مرکز نژدې سیمو کې یې هم امنیت خوندي کړی نه دی.
د پکتیکا ولایت امنیه قومندان نثار احمد عبدالرحیمزي بي بي سي ته وویل د پېښې په تړاو یې پنځه کسان نیولي او په دې اړه څېړنې روانې دي.
ښاغلي عبد الرحیمزي هم وژونکي غله وبلل او زیاته یې کړه چې له لاریونوالو سره یې ژمنه داده چې د پېښې عاملین به نیسي او د قانون منګلو ته به یې سپاري.