کابل ښاروالي: د ژوبڼ زمریانو حالت ښه دی

د خپرېدو وخت

کابل ښاروالي وايي، هغه زمریان چې په کابل ژوبڼ کې ساتل کېږي، روغ رمټ دي او مناسبه پالنه یې کېږي.

په کابل ژوبڼ کې د حیواناتو روغتیايي وضعیت ته هغه وخت د خلکو پام شو چې په ټولنیزو رسنیو کې د څو خوارځواکو زمریانو انځورونه لاس پر لاس شول.

په روانه اونۍ کې د خواله رسنیو ځینې کاروونکو د دغو خوارځواکو زمریانو انځورونه بیاـ بیا ولیکل، چې د کابل ژوبڼ حیوانات په بد روغتیايي وضعیت کې ژوند کوي.

خو د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، په خواله رسنیو کې د زمریانو لاس پر لاس کېدونکي تصویرونه د افغانستان نه دي او په وینا یې په کابل ژوبڼ کې د ساتل شویو زمریانو ساتنه او پالنه د دوی مسوولیت دی.

د افغانستان چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین هم وايي، خپل استازی یې کابل ژوبڼ ته استولی او په دغه ژوبڼ کې د ساتل شویو دریو زمریانو ځای ځایګی یې لیدلی دی. دغې ادارې هم د کابل ژوبڼ زمریانو وضعیت د ډاډ وړ بللی.

کابل کې د بي بي سي خبریال اولیا اطرافي چې دغه ژوبڼ ته ورغلی وايي، کابل ژوبڼ کې تر ۱۰۰ ډوله ډېر حیوانات او مرغان ساتل کېږي، چې د ټولو شمېر یې تر شپږ سوو اوړي.

دغو حیواناتو او مرغانو ته ۴۲ ډول خواړه برابرېږي. د بېلګې په ډول د غوا غوښه، غلې ـ دانې او سابه، یو شمېر حیواناتو ته ان قابلي پلو، خرما، ممپلۍ، ممیز او نخود په خوراک کې ور کول کېږي.

په کابل ژوبڼ وترنر جمشید نوري وايي، هره میاشت د دغه ژوبڼ حیواناتو او مرغانو د خوراک لګښت شپږ لکه افغانۍ کېږي. نوموړي بي بي سي ته وویل:

''هغه برخه چې تاسو ولیده، په ژوبڼ کې د خرص او بیزوګان خواړه پکې ساتل کېږي. د دوی خواړه له وریجو، زردکو، ممیز، پټاټو او همدا ډول هډ لرونکې غوښي څخه چمتو کېږي. دغه خواړه لومړی په یوه دیګ کې پخېږي او بیا د حیوان وزن ته په کتو سره، مناسبه اندازه ور کول کېږي. ''

د ژمي په رارسېدو سره په کابل ژوبڼ کې د افریقايي زمریانو کوډله کې ځانګړې بخارۍ لګول کېږي چې په سړه هوا کې ناروغان نه شي، ځکه نو زمریان، ظاهراً په غوښه پټ ښکاري.

کوچني مرغان د سړو له کبله په ژمي کي قرنتین کېږي او د غټو پر کوډولو یې بیا پلاستیکونه تاو کړي دي.