مولوي انصاري خپلې خبري ناستې ته خبريالانې پرېنښودې

د خپرېدو وخت

د هرات ولایت د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري په خپله خبري غونډه کې د ښځينه خبریالانو د ګډون مخنیوی وکړ.

هغه دغه خبري غونډه له خپلو ورستیو څرګندونو د دفاع په موخه رابللې وه.

له ده وپوښتل شول چې ولې یې ښځینه خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په دې خبري ناسته کې برخه واخلي؟

ده وویل موخه یې دا وه چې ښځو ته وښیي دوی باید هغه کار وکړي چې اسلام او شریعت ورته ټاکلی.

" کله چې الله تعالی د ښځی نفقه د نارینه و پر اوږو ایښې دا د ښځې عزت دی. الله تعالی ویلي ښځي باید په اسلامی حجاب کې له کوره ووځي دا د ښځې شان، شوکت، عزت او منزلت دی."

نوموړي زياته کړه: "دا چې نن مو وویل خویندې دې دلته نه راځي موخه مو دا وه چې دوی پوه شي چې د امربالمعروف او نهي عن المنکر دغې ادارې د ښځو د عزت لپاره فعالیت پیل کړی. د دوی یو عزت په دې کې دی چې هغه کارونه وکړي چې د اسلام دین او شریعت ورته ټاکلي دي."

ده په ځانګړې توګه د هغو تابلوگانو په اړه څرګندونې وکړې چې د دۀ له خوا په هرات ښار کې ایښودل شوې او پر یوه لیکل شوي چې د ښځو بد حجابي د نارینه و بې غیرتي ده.

ده وویل دا کار یې ځکه کړی چې په وینا یې د اسلام دین او ښځو ترمنځ د واټن د رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې روانې دي او دی غواړي مخنیوی یې وکړي:

"د ښځو د بې حجابۍ او بې بند و بارۍ لپاره او دغه راز د اسلام مبین دین او ښځو تر منځ د واټن د رامنځ ته کولو لپاره په میلیونو پیسې مصرفېږي. کُلي قاعده دا ده چې الام مدرسه! مور مدرسه ده."

د ښاغلي انصاري څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د ښځينه خبریالانو او د ښځو د ملاتړ ټولنو غبرګونونه راوپارول. دوی دا څرګندونې غندلې او د ښځو پر وړاندې یې د توپيري چلن ښکاره نښه بللې.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر صدیق الله توحیدي هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د مولوی مجیب الرحمن انصاري څرګندونې یې د قانون خلاف بللې دي:

"د افغانستان اساسي قانون، د افغانستان د کار قانون، د افغانستان د رسنیو قانون د دې ملاتړ کوي چې ښځینه خبریالانې په رسنیو کار وکړي او دوی دنده لري چې د خلکو غږ او غوښتنې د رسنیو له لارې خپاره کړي."

ښاغلي توحيدي د دغو قوانينو پر وړاندې د دۀ په وينا ودرېدل د افغنستان د نظام نه منلو په مانا وبلل. نوموړى وايي "څوک چې د افغانستان نظام نه مني هغه به بیا د عدلی تعقیب لاندې نیول کیږي."

مولوی مجیب الرحمن انصاري ته وروسته له هغه د خلکو او رسنیو پام واوښت چې د هرات ښار په شمال ختیځه څنډه ګازرګاه سیمه کې يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره جوړه کړه.

ده ویلي که یې په دې سیمه کې څوک پر اخلاقي فساد او یا غلا ونیو د شر یعت مطابق به سزار ورکړي.

ښاغلي انصاري ویلي هغه مهال خپله اقدام کوي چې وویني دولت په خپلو دندو کې پاتې راغلی.

د دی خبري ناستې سره هم مهاله یوشمیر ښځو او د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو نن د هرات له والي سره د یوې غونډی په ترڅ کی په هرات کی د سخت دریځۍ د مخنیوي غوښتنه وکړه.