د اوکراينۍ الوتکې افغان قربانيانو کورنۍ: تاوان بس نه دى، مسوولين دې محاکمه شي

افغان قربانيان

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د نسکورې اوکراينۍ الوتکې افغان قربانيان
د خپرېدو وخت

د اوکراینۍ الوتکې نسکورېدو پېښه کې د افغان قربانیانو ځینې کورنۍ د هغه چا د محاکمې غوښتنه کوي چې د هغې په ویشتلو کې ښکېل وو.

رپوټونه وایي تهران ته نژدې دغې لوېدلې الوتکه کې لږترلږه ۱۳ افغانانو هم ژوند بایللی دی. د پېښې افغان قربانيانو کې یو مهدي محمدي و،۲۱ کلن پوهنتوني محصل چې له سویډن نه په ایران کې د خپلې کډوالې کورنۍ لیدلو ته ورغلی و.

د مهدي ورور حسین محمدي له آلمان نه بي بي سي ته د هغه درد او غم وویل چې کورنۍ یې پرې همدغه شېبه اخته ده:

مور او پلار مې دواړه په ايران کې دي او حالت يې ډېر خراب دی. دا نشي زغملى د ارامتيا لپاره دواړه د ورځې ۱۰ ګولۍ خوري."

د ویډیو تشریح، په اوکراینۍ الوتکه کې د ځینې وژل شویو کیسې

د حسين محمدي په وينا ورور يې پنځه کاله وړاندې له ايرانه سويډڼ ته تللی و، يوه مياشت مخکې د خپل مور او پلار د ليدو لپاره ايران ته ورغى او يوه مياشت هلته و کله چې بېرته سويډن ته په لار و نو دغه پېښه ورسره وشوه.

ددغې الوتکې درېیمه برخه سپرلۍ کاناډایان وو؛ نور یې پخپله په ایران، جرمن، برتانیا او اوکراین پورې اړه لري. ايراني چارواکي وايي الوتکه يې په تېروتنې ويشتلې ده.

ښاغلى محمدي را په زړه کوي چې ورور يې ورته ويلي و "د ماښام شپږ بجې سويډن ته رسېږم". محمدي وايي پلاريې خبرونه اورېدلي و چې يوه الوتکه راپرېوتلې ده .او اندېښمن و. وروسته يې وموندله چې په قربانيانو کې يې د ورور نوم هم شته.

حسين محمدي

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، حسين محمدي

ښاغلي محمدي بي بي سي سره په خبرو کې وويل هېچا له دوى سره اړيکه نه ده نيولې، لټون هم دوى په خپله کړى چې د ورور په اړه يې مالومات وموندل. محمدي وايي هر چا چې الوتکه نسکوره کړې بايد سزا ورکړل شي.

"مهدي ډېر ښه هلک و، شايد بېلګه يې پیدا نشي. تل به يې خندل، ښه اخلاق يې لرل. ټول ملګري يې خواشيني شوي. سويډني ژبه يې داسې زده وه لکه مورنۍ ژبه. هر چا چې دغه کار کړی بايد سزا وويني."

د اوکراین بوینګ ډوله الوتکه د چهارشنبې پر ورځ په عراق کې پر امریکايي اډو د ایران له توغندیز بریده څو ساعته وروسته پلازمېنه تهران کې وغورځېده.

ایران په بغداد کې د خپل یوۀ لوړ پوړي پوځي قومندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته برید کړی و.

د اوکراین لویه څارنوالي په احتمالي توګه په لوی لاس د خلکو وژلو او الوتکې ویجاړولو له اړخه دغه موضوع څېړي.