تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شوروي یرغل په اړه د ازبک لیکوال خاطرې؛ پوهېدو چې جګړه نشو ګټلی
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سور پوځ له یرغل څلوېښت کاله وروسته هم ډېرې خاطرې له لیکلو او ویلو پټې پاتي دي.
ځینو روسي جنرالانو چې په افغان جګړه کې یي قومنده په لاس کې وه، خپلې خاطرې یې خپرې کړې دي، خو د هغو عسکرو خاطرې چې د جګړې په کرښو کې یې وخت تېر کړی په ځانګړې توګه د ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان مسلمانو عسکرو خاطرې خلکو ته لا نه دي رسېدلې.
قچقار نار قابل د ازبکستان یو شاعر او لیکوال د سور پوځ یو هغه سرتېری و چې په اتیایمه لسېزه کې په افغانستان کې جنګېدلی دی.
په ازبکستان کې د بي بي سي خبریال عوض طاهر د ښاغلي نار سره چې هر کال له خونړۍ جګړې د ژغورنې ورځ د خپلې زوکړې د ورځې په ډول لمانځي پر همدې خاطراتو غږېدلی دی.
"زه د مۍ د میاشتې دویمه نېټه د خپلې دویمې زوکړې د ورځې په توګه لمانځم. ځکه چې د ۱۹۸۷ کال د مۍ دولسمه وه چې جګړه سخته شوه. مجاهدینو د بي اېم پي ټانک کلابند کړ. زه د دې ټانک څنګ ته نږدې ولاړ وم. په جګړه کې د بي ام پي میل وچاودید او اور یې واخیست. زه وژغورل شوم. شاوخوا مې مړي پراته وو. هغه کسان چې راسره ملګري وو په جنګ کی ووژل شول.
یوازې زه او یو بل ملګری مې ژوندي پاتي شوو. په دې ورځ مې ګڼ شمېر نږدې دوستان او هغه کسان چې په سنګر کې یو ځای راسره وو له لاسه ورکړل. ما هماغه ورځ مرګ په خپلو سترګو ولید. د ژوند تمه نه وه."
د ښاغلي نار قابل له خبرو داسې ښکاري چې تراوسه یې د خونړۍ جګړې خاطرې په ذهن کې ژوندۍ پاتې دي. د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پاتېدو جزییات یې داسې په یاد دي لکه همدا نن چې پرې تیره شوې وي. د څلورو لسیزو پخوانیو کیسو دروند بار یې لا هم په ذهن کې دی:
"نن زه ولې درسره غږیږم؟ زه افغانستان ته پر تګ نه غږیږم. غواړم یو مهم ټکې یاد کړم. هغه دا دی چې تر سولې هېڅ ښه څیز نشته. په جګړه کې ګڼ ازبک ځوانان ووژل شول. خپله زه هم ټپي شوم. هغه ورځې را یادوم چې په سنګر کې مې د خپلو وژل شویو ملګرو مړي او یا ټپيان له یوه ځایه بل ځای ته لېږدول. په افغانستان کې قزاقستاني، روسي، تاجکستاني او د بیلاروس ځوانان ټول سره یوځای وو. هغه کسان چې یوځای جګړې ته ځي او جنګیږي دا نه پوښتی چې ته تاجکستانی یې که قزاق. په داسې شرایطو کې هدف او درد مشترک وي.
څوک نه وایي چې ته د کوم ملت یې. دا پوښتنه ټول هیروي. په حقیقت کې د انسان دوستۍ حس ټولو ته پیدا کیږي. هغه کسان چې زما سره یوځای و که روسی و که قزاقستانی و له ټولو د یوه دوست په توګه مننه کوم. ځکه په ډېرو بدو حالاتو کې یو د بل ملګري پاتې شوي یو."
ښاغلی نارقابل وایي افغانستان ته تګ د مرګ پیغام درلود. خو له دغه ماموریته ډډه کول هم ممکن نه وو او سرتري مجبور وو چې دغه سخته دنده ومني. کابل ته د ده رسیدل او د عسکرو روحي حالات ټول ور یادیږي:
"زموږ په ګاونډ کې یو څوک (ناروی) نومېده او دوه کاله له ما مشر. دی تر ما مخکې افغانستان ته لاړ او ووژل شو. له همدې کبله زموږ په کلي کې خلک د افغانستان له نومه وېرېدل. دا چې دقیقا څه وخت افغانستان ته راغلم په یاد مې نه دي خو دا مې په یاد دي چې لومړی د ترکمنستان د (تجن ښار) ته لاړو. هلته له یوې میاشتې پاتېدو وروسته د زدکړو درې میاشتنۍ دوره پیل شوه. هغه مهال دا ممکنه نه وه چې ویلي مو وای دا دنده نه کوو او نه ځو.
داسې پوښتنې هغه مهال زیاتې را پیدا کېدې که افغانستان ته ولاړم بیا به ژوندی راګرځم که نه؟ څه وخت به وژل کېږم؟ دې ته ورته اندیښنې د ځوانانو په ذهن کې موجودې وې. لومړی په یوه ټرانسپورټي الوتکه کې کابل ته ولېږدول شو. کله چې له الوتکې را ښکته شوم وضعیت مې بل ډول ولید. هغه عسکر چې شاوخوا مې لېدل ورخطا او اندیښمن ښکارېدل. داسې برېښیدل چې تا به ویل په وجود کې یې وینه نه وي پاتې."
دغه ازبکستانی شاعر او لیکوال چې په اتیایمه لسېزه کې د افغانانو په وړاندې جنګیدلی وایي هغه مهال یې هم فکر کاوه چې دوی جګړه نشي ګټلی. دی وایي د جګړې د سختو حالاتو ترڅنګ له افغانستان خوږې خاطرې هم لري:
"کله چی له کابل د افغانستان کلیوالي سیمو ته تلو او له خلکو سره مخامخ کېدو له دوی سره مې خبرې کولې. هغه د څاراندوی عسکر چې د شوروي پوځیانو ترڅنګ جنګیدل د دوی سره مو هم لیدنه کوله. دوی به چې واورېدل زه مسلمان یم ډېر به خوشحال شول. زما نه به یې پوښتنه کوله چې ته مسلمان یې؟ ما به ویل هو الحمد لله زه مسلمان یم. بیا به یې پوښتنه وکړه چې کلمه ویلی شې؟ دوی ته به مې کلمه وویله او دوی به خوشال شول. دوی پوهېدل چې زه مسلمان او بې ګناه یم او په دې هم پوهېدل چې روسان به نه بریالي کېږي.
دا موږ هم درک کړې وه چې جګړه نشو ګټلی. زه سالنګ ته ډير تللی یم. داسې ځای افغانستان کې نشته چې زه دې نه یم ورغلی.لکه همدا اوس چې له تا سره خبرې کوم د افغانستان د ازبکانو سره مې همداسې واضحې خبرې کولې او د دوی له خبرو به ښکارېده چې څومره یې پر ما زړه سوځي او مهربان دي. کله چې یوڅه لیکم تر ډېره د جګړې خاطرې را یادېږي زه یې هم لیکم"