طالبانو د جوزجان درزاب ولسوالي ونیوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان شمال کې له جوزجان رپوټونه وايي، چې افغان ځواکونو د درزواب ولسوالۍ له بازار شاتګ کړی او وسلوالو طالبانو پرې ولکه کړې ده.
امنیتي ځواکونو رسنیو ته ویلي، د درزاب په بازار کې کلابند افغان ځواکونه په چورلکو کې له سیمې خوندي اېستل شوي دي.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې هلته سخته جګړه روانه وه، ځانګړې قطعه او کمانډو ځواکونه هم د طالبانو د مقابلې لپاره لېږل شوي وو.
که څه هم ویل کېدل چې هلته افغان ځواکونه کلابند دي، خو چارواکو دا خبره نه منله.
اوس د جوزجان امنیه قومندان عبدالواجد وجدان بي بي سي ته منلې چې دوی درزاب کې خپله یوازنۍ اډه هم له لاسه ور کړه.
د نوموړي په خبره، یخه هوا او د اکمالاتو نه رسېدل د دې شاتګ اصلي لامل دي.
له بلې خوا ځايي خلک وايي، چې افغان ځواکونه په چورلکه کې اېستل شوي او خپل ځینې وسایل یې سوځولي دي.
د چارواکو په خبره، د پولیسو، پوځ او ملي امنیت دا اډه د درزاب بازار سوېل ته درې کیلومترۍ کې په انتن تپه کې وه.
دوی دا هم وايي، چې تاکتیکي شاتګ یې کړی دی او د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره بیا تیارېږي.
د چارواکو په خبره، دې سیمه کې تر دوو سوو افغان سرتېري وو.
د درزاب ولسوال ذبیح الله وايي، د دې ولسوالۍ اداري چارې له یوې میاشتې راهیسې د جوزجان مرکز ته لېږدول شوې او د خلکو چارې هلته تر سره کېږي
د هغه په خبره، دا ولسوالۍ نږدې یو لک یا سل زره وګړي لري.
ستراتیژیکه سیمه

د عکس سرچینه، د درزاب ولسوال
درزاب د جوزجان سوېل لوېدیځ کې ستراتیژیکه سیمه ده او له فاریاب او سرپل سره پوله لري.
د افغانستان شمال کې جوزجان ولایت د داعش وسلوالو تر ټولو مهم مرکز بلل کېده، خو د طالبانو او دې ډلې ترمنځ د جګړې سختېدو پسې داعشیان اخر درزاب کې سره ټول شول.
د وسلوالو طالبانو سره له جګړې وروسته د تېر کال جولای کې نږدې دوه سوه داعشیان درزاب کې افغان پوځ ته تسلیم شول او دا پرمختیا په شمال کې د داعش پوره ماتې وبلل شوه.
دا پرمختیا په داسې مهال ده چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په حیدر اباد کې ۱۴ "ولسي پاڅونوال" وژلي وو.




















