تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو جوزجان کې ۱۴ ولسي پاڅونوال وژلي دي
د افغانستان شمال کې د جوزجان ځايي چارواکي وايي، چې دغه ولایت کې د وسلوالو طالبانو په برید کې ۱۴ "ولسي پاڅونوال" وژل شوي دي.
د جوزجان د والي ویاند معروف اذر بي بي سي ته وویل، طالبانو نن سهار وختي د ولسي پاڅون پر پوسته برید کړی، چې نتجه کې یې ۱۴ پاڅونوال وژل شوي او پنځه ټپیان دي.
د هغه په خبره، برید د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په حیدر اباد کې سهار وختي درې نیمې بجې شوی دی. دی زیاتوي، چې د ولسي پاڅونوالو یو کس ورک هم دی.
فیض اباد ولسوالۍ د بلخ له بلخ ولسوالۍ سره په پوله پرته ده او د حکومت مخالف وسلوال په دواړو ولسوالیو کې شته.
له بلې خوا وسلوالو طالبانو ویلي چې دا برید دوی کړی دی. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په برید کې یې د پولیسو په ګډون ۱۵ "اربکیان" وژلي دي.
که څه هم د جوجان چارواکي وايي، په ځوابي برید کې ۷ طالب وسلوال هم وژل شوي، خو ښاغلي مجاهد په دې هکله څه نه دي ویلي.
وروستیو ورځو کې پر ولسي پاڅونوالو د طالبانو بریدونه ډېر شوي چې د افغان حکومت په ملاتړ او د وسلوالو ضد جګړه کوي.
تېره ورځ هم د تخار خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر ولسي پاڅونوالو برید وکړ چې له امله یې ۱۷ ووژل او څلور نور ټپیان شول.
د پنجشنبې په ورځ هم د فیض اباد په ګاونډ بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو برید سره د ملي اردو شپږ سرتېري ووژل شول.
طالبانو وویل دا برید دوی کړی او پکې یې د پولیسو په ګډون د ولسي پاڅون ۱۵ کسان وژلي دي.