خلیلزاد: د افغانستان سولې بهیر مهم پړاو ته نژدې کېږو

د عکس سرچینه، @US4AfghanPeace
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته تر سفر وروسته ویلي، "د افغانستان د سولې د بهیر یو مهم پړاو ته نژدې کېږو". دی وايي، د تاوتریخوالي د لږولو او بین الافغاني خبرو ته د لارې برابرولو پر هڅو غږېدلی دی.
زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، کابل ته یې وروستی سفر ګټور و، چې په وینا یې د افغانستان له اوسني او پخواني ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي سره یې د سولې او بین الافغاني خبرو په اړه سلامشورې کړې دي.
زلمي خلیلزاد تېره ورځ (چارشنبه) له افغان چارواکو سره "د اوربند د ټینګښت پر څرنګوالي" خبرې کړې دي.
بل لورته د طالبانو د قطر دفتر مسئولین وایي، له خپلو مشرانو سره یې سلا مشوره لا هم روانه ده او له بشپړېدو سره سم به یې د دوی او امریکا ترمنځ خبرې بیا پيل شي.
افغان چارواکي وايي، ولسمشر محمد اشرف غني له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې د طالبانو له خوا پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.
د طالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ خبرې له درې میاشتني ځنډ وروسته د تېرې اونۍ په سر کې پیل شوې او وروسته وویل شول چې د لنډې مودې لپاره به درېدلې وي.
یوې دیپلوماتیکې سرچینې بي بي سي ته وویل، تمه کیږي چې طالب او امریکایي مرکچیان د سولې هوکړه د دسمبر میاشتې په وروستیو کې لاسلیک کړي، خو امریکا او طالبانو په رسمي ډول لا دغه نېټه نه ده اعلان کړې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای

د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه
تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.
لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.
دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.
درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.
څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.
پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.
شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.
اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.
نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.
د نومبر پر ۲۳مه، د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته ومنله، چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.





















