ټاکنو کمېسیون: د روانې اونۍ تر پایه لومړنۍ پایلې اعلانوو

د خپرېدو وخت

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د دې اونۍ تر پایه به د ټاکنو لومړني پایلې اعلان کړي. د دغه کمېسیون یو کمېشنر اورنګزیب بي بي سي ته وویل، د اوو ولایتونو د رایې شمېرنې لپاره یې چمتووالی نیول شوی، کله چې بشپړ شي پایلې به اعلان کړو.

دی وايي "هڅه کوو دې اوو ولایتونو ته زموږ پلاوی ورسیږي او هیله من یو چې د بهرنیو او کورنیو څارونکو ترمخ دا بهیر بشپړ کړو، د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې چې د اوو ولایتونو پاتې او ددې اونۍ په پای کې لومړنۍ پایلې اعلانوو."

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله نن په بغلان کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر ښه وڅاري او ددې بهیر بشپړېدو ته دې اجازه ورکړي.

ښاغلي عبدالله عبدالله پرون جمعه ناوخته کابل کې خپلو پلویانو ته اعلان وکړ، په هغو ۷ ولایتونو کې چې پلویانو یې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې ده، د دې بهیر د بشپړېدو اجازه ورکوي.

ښاغلي عبدالله کابل کې ماسخوتن ناوخته په داسې حال کې چې مرستیالان او نور مهم ملاتړي یې شاوخوا ولاړ وو وویل، هغه رایې اوس هم نه مني چې د دوی ټاکنډله پرې اعتراض کوي، خو په وینا یې 'یوازې د ښه نیت څرګندولو ' لپاره یې دا پرېکړه کړې.

د ټاکنو کمېسیون نژدې یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې د شاوخوا ۸۵۰۰ محلونو رایې د ځینو ستونزو له امله له سره شمېري.

خو د ټاکنو کمېسیون د دغه پرېکړې په غبرګون کې د ثبات اوهمپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشرۍ یو شمېر نور نوماندانو اعتراضونه پيل کړل.

له همدې امله د رایو د بیا شمېرنې بهیر په ځينو ولایتونو کې له ټاکلې نېټې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته پیل شو. پنجشېر، تخار، بدخشان، فاریاب، شبرغان، سرپل او بغلان هغه اووه ولایتونه دي چې دا بهیر پکې درېدلی دی.