''د ځانمرګو بریدونو لارښود'' له باروتو ډک موټر سره ونیول شو

د خپرېدو وخت

د افغانستان په ختیځ کې ځایي چارواکي وایي، يو ځانمرګی بريدګر یې له لارښود کس سره له چمتو موټر بم سره يو ځای نیولی چې غوښتل يې په جلال اباد ښار کې بريد وکړي. چارواکو ویلي، برید ته چمتو شوي موټر کې زرکیلو ګرامه چاوېدونکي مواد ځای پر ځای شوي و.

د چارواکو په وینا دا موټر د ځانمرګي برید لپاره د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې چمتو شوی و، خو د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې ونیول شو.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل خبرې غونډې ته نيول شوي کسان او ورسره نيول شوی موټر وښودل. والي میا خېل وايي:

''دغو کسانو په نیول شوي موټر کې نژدې یو ټن خورا زورور ټي این ټي چاودېدونکي مواد بار کړي وو او زموږ لومړني معلومات ښيي، چې غوښتل یې کوم دفتر په نښه کړي. ''

چارواکو نیول شوي کسان د طالبانو اړوند ياد کړي، خو وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. نیول شویو کسانو خپلو خبرو کې ځانونو د کونړ بلل او وايي، له پېښوره راغلي او غوښتل يې دلته بهرني ځواکونه په نښه کړي.

ننګرهار کې که څه هم د لويو بريدونو پېښې کمې شوي، خو هدفي وژنې او تښتونې لا هم د دې ښار د اوسېدونکو اندېښې دي.

دا ورستیو کې د جلال اباد یو شمېر اوسېدونکو فعالانو د امنیت ګډوډۍ پر احتجاجونه هم کړي.

احتجاج کوونکو جلال اباد ښار کې د مرستندوی جاپانۍ موسسې د مشر ډاکټر تېڅو ناکامورا د وژنې پېښه ياده کړه. دوی ویل، نوموړی او پنځه افغان ملګري یې د ښار په منځ کې د وسله والو له خوا ووژل شول، خو پولیس په دې ونه توانیدل چې عاملین یې ونیسي.

بل لور ته جلال اباد کې چارواکي وايي، وروستیو ورځو کې په نسبي ډول په دې ښار کې تر بل هر وخته د ناامنۍ پېښې کمې شوي دي.