د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي: جلا شوي د ګوند مهم غړي نه دي

د خپرېدو وخت

یو لېست چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښيي چې د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو شمېر غړي له دغه ګونده بېل شوي او د یوې نوې شورا د رامنځته کولو په اړه یې خبرې پیل کړې دي.

په دغه لیست کې د حزب اسلامي د یو شمېږ پخوانیو مهمو غړو نومونه هم تر سترګو کېږي.

تر اوسه جوته نه ده چې د دوی او ښاغلي حکمتیار ترمنځ پر کومې سیاسي موضوع د نظر اختلاف شته چې د بېلتون لامل یې شوی.

له دې ډلې ځینو یې د نوم نه خپرولو په شرط بي بي سي ته وویل چې د دغو کسانو شمېر د پنځوسو او شپېتو تر منځ دی.

د دوی په وينا، ځینو استازو له حزب اسلامي د بېلتون په موخه څو ناستې لرلې. دوی په خواله رسنيو کې هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکي دوی دې له کومي انتخاباتي ډلي سره د یوځای کېدو خبره کړې وي.

هغوی زیاته کړه چې د دوی د تګلارې په اړه رسمي دریځ به په راتلونکې اونۍ کې څرګند شي.

بل لوری ته د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب مرکزي شورا غړي همایون جریر بي بي سي ته وویل چې په رسینو کې د خپاره شوي لیست ډېر نومونه ناسم دي.

هغه وايي په خپاره شوي لیست کې ځینې نورو یې له ډېره وخته له اسلامي حزب سره همکاري شکولې وه:

"زموږ څو وروڼه ځکه په دې ډله کې وو، چې په ګوند کې ټاکنې وشوې او په ترڅ کې یې ځینو دندې له لاسه ورکړې او پر ځای یې ځوانان راغلل، دوی د ګوند له کارونو هم ستړي شوي وو. دوی مهم غړي نه دي."

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له څو کاله مخالفت وروسته له حکومت سره جوړجاړی وکړ او د ۲۰۱۷ کال په مې میاشت کې کابل کې مېشت شو.

د هغه تر راتګ مخکې د ګوند یوې برخې د عبد الهادي ارغندیوال په مشرۍ رسمي فعالیت درلود، خو د ښاغلي حکمتیار له راتګ وروسته ډېری پر ښاغلي حکمتیار راټول شول.