افغان حکومت د حزب اسلامي یو شمېر بندیان ازاد کړل

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له بګرام او پلچرخي زندانو د حزب اسلامي نژدې دوه نیم سوه بندیان ازاد کړل.

دوه کاله مخکې د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې پر لومړۍ نېټه افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې پر بنسټ یې د دې حزب زندانیان پرته له هغو چې جنايي مجرمین وي باید ازادی کړل شي.

د محابسو عمومي ریاست د اړیکو مشر شاه میر امیر پور وايي، دغه کسان د ولسمشر په فرمان ازاد شوي دي:

''شاوخوا ۲۵۰ کسان چې فرمان یې مونږ ته راغلی له ارزونې او څېړنې وروسته خوشي کېږي. ''

د دغو ازاد شویو کسانو له ډلې څخه یوه یې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستلی شي، بي بي سي ته وویل دی محصل و چې ونیول شو او اوس غواړي خپلې زده کړې بشپړ کړي او د حزب اسلامي تر بیرغ لاندې سیاسي فعالیت وکړي.

د افغانستان د زندانونو ریاست مسوولین وايي، شاوخوا درې زره د حزب اسلامي غړي تشخیص شوي چې د سولې هوکړې پر بنسټ باید ازاد کړی شي.

د حزب اسلامي سیاسي کمیټې غړي غیرت بهیر وايي، په خوشې شویو کسانو کې د دوی مهم غړي هم شامل دي.

د سولې له هوکړې مخکې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم د طالبانو، حقاني شبکې او اسلامي دولت یا داعش ډلې ترڅنګ څلورمه ډله وه چې د افغان حکومت پر ضد جنګېده.

د بشري حقونو یوشمېر ملاتړو بنسټونو بیا له دې وړاندې له بنده د حزب اسلامي د زندانیانو په خوشې کېدو اندیښنه ښودلې ده.

بل لور ته طالبانو هم ویلي چې د ښه نیت له مخې یې د کوچني اختر په رارسیدو په غزني او هلمند کي یوشمېر بندي امنیتي ځواکونه خوشې کړي، خو افغان دولت د طالبانو لخوا د زندانیانو خوشې کول نه دي تایید کړي.

تراوسه دا هم نه ده معلومه چې افغان دولت به هم د طالبانو د زندانیانو د خوشې کېدو پریکړه وکړي که نه، خو له اوربند سره سم د ځینو غوښتنې دادي چې دباور فضا د رامنځ ته کولو لپاره باید حکومت هم د طالبانو ځینې زندانیان ازاد کړي.