افغانستان کې ایرانی کډوال چې "له ۱۹ ورځو" راهیسې یې اعتصاب کړی

زارعان

د عکس سرچینه، زارعان

د خپرېدو وخت

ځینې افغان فرهنګیانو او مدني فعالانو افغانستان کې له یوه ایراني کډوال همایون زارعان سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې وغوښتل چې د نوموړي وضعیت ته پام وکړي.

همایون زارعان له شپږو کلونو راهیسې افغانستان کې کډوال دی او خپل فیسبوک کې یې لیکلي چې له ۱۹ ورځو راهیسې یې لوږ تړ یا اعتصاب کړی دی.

ښاغلي زارغان بي بي سي ته یوه پیغام کې لیکي: زه د ملګرو ملتونو کډوالو اداره کې د خپلې دوسیې له چارواکو سره له بې پایلې خبرو او په خپلو ژمنو د هغوی د نه درېدو له امله اوس په داسې پنډغالي کې اوسېږم چې امنیت، استوګنځی او راتلونکی نه لرم.

دی زیاتوي اعتصاب نه ماتوي، تر دې چې یا مړ شي یا یې پر غوښتنو باندې سم غور وشي.

د دغه ایراني د ۱۹ ورځو لوږتړ تېرېدو سره اوس ځینې افغان مدني فعالان او فرهنګیان د نوموړي پر روغتیايي وضعیت د اندېښنې څرګندولو سره د ملګرو ملتونو له کډوالو چارو غوښتي:

"د سیاسی کډوالو د ملاتړ کنوانسیون مادو ته په پام څومره ژر چې کېږي ښاغلی زارعان دریم هېواد ته ولېږدوي".

دوی لاسلیکونه ټولوي او ټاکلې ده چې بیا دا لیک ملګرو ملتونو ته وسپارل شي.

په دغه لیک کې راغلي: "ښاغلي زارعان د خپلو لومړنیو حقونو د پرځایښت لپاره لوږ تړ کړی او بدني وضعیت یې ډېر اندېښناک دی".

دې لیک کې یاده شوې چې همایون زارعان د سیاسي دلیلونو او ګواښونو له امله خپل هېواد ته ستنېدلی نه شي.

دوی لیکلي: "د افغانستان امنیت او د ژوند شرایط چې د خپلو وګړو لپاره خطرناک دي، نو د یوه بهرني لپاره لا ډېر لوی ځاني خطر لري".

دوی دریم هېواد ته د لېږلو لپاره د ښاغلي زارغان غوښتنه انساني او قانوني بللې او ویلي یې دي چې ژر تر ژره دې غور پر وشي.

د زارعان غوښتنې

زارعان

د عکس سرچینه، زارعان

د عکس تشریح، همایون زارعان د خپل لوږتړ د ورځو او ګیتار انځور خپور کړی دی.

ښاغلی زارعان هم له کډوالو نړیوالې ادارې غواړي چې د ژوند لپاره یې استوګنځی برابر کړي، ځاني او رواني امنیت یې خوندي کړي او تر کار پیدا کولو پورې نږدې شل زره افغانۍ میاشتنۍ پیسې ور کړي.

ده ویلي، که دا غوښتنه یې نشي پوره کولی، نو دریم هېواد ته دې یې ولېږي.

ښاغلي زارعان له دې مخکې هم لوږتړ کړی و، خو وايي، د ملګرو ملتونو دې ادارې یې یوې غوښتنې ته هم پام نه دی کړی.

هغه دعوه کوي چې دا اداره د دې لپاره سختي ور سره کوي چې له خپلو غوښتنو تېر شي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادرې ویاند نادر فرهاد بي بي سي ته وویل، د کډوالو دوسیې د محرومیت له امله په دې هکله څه نشي ویلي، خو زیاته یې کړه چې دا داره افغانستان کې د ټولو کډوالو د ستونزو د حل لپاره اړوند مسولانو سره کار کوي.

د هغه په خبره، افغانستان کې د مختلفو هېوادونو ۴۲۰ کډوال دي او له پاکستانیو وروسته ایرانیان ډېر دي.

دی وايي دا اداره له دې کډوالو سره مالي مرسته کوي، پناځی، ښوونه روزنه او لومړني خدمتونو ورته برابروي.

زارعان څوک دی؟

زارعان

د عکس سرچینه، زارعان

همایون زارعان د اصفهان اوسېدونکی او ۳۵ کلن دی.

دی وايي، له کوم ګوند یا ټولنې سره تړلی نه دی، بلکې ازادخیال دی او ټولې نړۍ ته د خپل وطن په سترګه ګوري.

نوموړي موسیقي کې زدکړې کړې او وايي، یو وخت د ایران د نامي سندرغاړي محمد رضا شجریان شاګرد و.

ښاغلي زارعان پخوا هم بي بي سي ته ویلي و چې افغانستان ته راتګ سره یې نه غوښتل ډېر وخت دلته پاتې شې، بلکې غوښتل یې دریم هېواد ته لاړ شي، خو هرات ښار کې د اته میاشتې بې قانونه استوګنې له امله بندي شو.

دی وايي، د بې قانونه استوګنې او د جعلي پېژندپاڼې له امله یو کال او ۱۳ ورځې هرات کې بندي و.