افغان لیکوال او څېړونکی وحید مژده کابل کې په ډزو ووژل شو

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال وحید مژده نن چارشنبه کابل کې د نامالومو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، وحید مژده د لمانځه لپاره جومات ته پر لار و چې پر موټر سایکل سپرو کسانو ډزې پرې وکړې او هغه یې وواژه.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ښاغلي مژده د وژنې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

وحید مژده د افغانستان د سیاسي چارو، او په ځانګړې توګه د افغان طالبانو اړوند موضوعاتو په اړه د یو کارپوه په توګه پېژندل کېده. نوموړي پر دې موضوعاتو څو کتابونه او یو شمېر مقالې هم چاپ کړې وې.

په تېرو کلونو کې پر ښاغلي مژده له دې کبله هم نیوکې کېدلې چې ګواکې له طالبانو سره خواخوږي لري. په ۲۰۱۳ کال کې د نوموړي یوه غږیزه مکالمه رسنیو ته په لاس ورغله، چې ویل کېدل دی پکې له یو طالب چارواکي سره غږېږي.

په هغو خبرو کې وحید مژده له یو نامالوم طالب چارواکي سره د هغه مهال پر وضعیت خبرې کولې. خو په خواله رسنیو کې نوموړی پر دې تورن شو چې ګواکې طالبانو ته یې مشورې ورکولې، او د هغوی په خوښه یې خبرې او شننې کولې.

خو پخپله وحید مژده هغه مهال له بي بي سي سره مرکه کې دا تورونه رد کړي وو او تینګار یې کاوه چې یو خبریال په توګه له طالبانو سره اړیکې لري او ځان خبرولو لپاره وخت نا وخت ورسره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي.

په تېر یوه کال کې دا څلورم ځل دی چې کابل کې د سیاسي چارو پر شنونکو بریدونه کېږي. کابو یو کال وړاندې د خیرالله شنیواري په نامه سیاسي فعال او شنونکی کابل کې په یوه برید کې ټپي شو.

تر دې وړاندې یو بل شنونکي نظر محمد مطمین باندې هم د برید هڅه وشوه، خو دی ترې روغ ووت. تېره میاشت د قاضي محمد حسن حقیار په نامه د سیاسي چارو پر یوه بل شنونکي هم برید وشو او نوموړی پکې ټپي شو.

خیرالله شنیواری، نظر محمد مطمین او محمد حسن حقیار هغه شنونکي دي چې تر ډېره د افغان جګړې او سولې بهیر په اړه یې د افغان حکومت پر تګلارو نیوکې کړې دي.

دوی همدا راز په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او د دوی جنګي عملیاتو پر ضد هم خبرې کړې دي. ځینې د همدې دریځ له کبله پر دوی تور لګوي چې ګواکې له وسله والو طالبانو سره خواخوږي لري.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څه موده وړاندې له نظر محمد مطمین او محمد حسن حقیار سره کابل کې کتلي وو، پر دوی شوي بریدونه یې غندلي وو او زیاته کړې یې وه چې د نظر اختلاف باید د بیان د ازادۍ مخه ونه نیسي.

افغان چارواکو د دې بریدونو په اړه هم د پلټنو امر کړی و، خو د دې پلټنو کومه پایله تر دې دمه نه ده مالومه شوې