د ټرمپ له خوا بښل شوی افسر ښایي له پوځ و ایستل شي

د خپرېدو وخت

تمه کیږي چې د امریکا یو پوځي افسر چې تېره اونۍ د دې هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ بښلی و، د ځانګړو ځواکونو له لیکو واېستل شي.

پر اېډوارډ ګلګر تور دی چې یو ۱۷ کلن بې وسلې داعشی بندي یې په چړو وژلی او په عراق کې یې پر ملکیانو ډزې کړې دي.

هغه له دې تورونو وبښل شو او یوازې د داعشي زنداني د وژلو په تور ډېر کم محکوم شو. ډونلډ ټرمپ د دفاع وزارت د چارواکو د سپارښتنې په خلاف هغه وباښه.

د افسر ګلګر دنده له دې کبله ځنډول شوې وه چې له یوه جسد سره یې عکسونه اخیستي و.

ټرمپ خپلې پریکړې سره د محکمې امر رد کړ او د امریکا د سمندري پوځ په تاریخ کې یې د جنګي جرمونو یو تر ټولو مهمه قضیه وتړله.

د نیویارک ټایمز او د دې هېواد نورو رسنیو ویلي، ګلګر به سبا د سمندري ځواکونو مشرانو ته حاضر شي او تمه کیږي چې له پوځ واېستل شي.

ویل کیږي د سمندري ځواکونو لوړپوړي چارواکي هڅه کوي دی له پوځ وباسي.

خو دا چې ډونلډ ټرمپ د امریکا د ټولو وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان دی د افسر ګلګر د ویستلو پلان هغه څه دي چې د نوموړي له پرېکړې سره د سمندري ځواکونو د لوړپوړو چارواکو مخالفت ښيي.

د امریکا د ولسمشر پر دغه پریکړه د پوځ په ځینو برخو کې نیوکې کېږي. ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ هم یو بل افسر کلېنټ لورانس- چې په ۱۹بند محکوم و- له زندانه ازاد کړ.

هغه د دوه افغان ملکیانو د وژلو په تور مجرم پېژندل شوی و. د یوه افغان ملکي د وژلو په تور یو بل تورن افسر ماتیو ګولسټېن هم د ټرمپ لخوا وبښل شو او محاکمه یې ونه شوه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوال سازمان ویاند روپرټ کولویلي ویلي، د ټرمپ پریکړې سخت اندېښمن کړی.

نوموړی وايي، دا به ټوله نړۍ کې پوځیانو ته یو ډول ځوروونکې اشاره وي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ له پریکړې ننګه کړې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي: "لکه څنګه چې ولسمشر ویلي، کله چې زموږ سرتیري زموږ د هېواد لپاره جنګیږي، نو زه غواړم دوی ته ډاډ ورکړم چې جګړه وکړي."

د رپوټونو له مخې له پوځ نه د افسر ګلګر د ویستلو هڅې د روانې اونۍ لومړیو کې پیل شوې، خو هغه مهال له پامه وغورځېدې چې سپینې ماڼۍ د دې پلان له تایید ډډه وکړه.

د ګلګر مدافع وکیل نیویارک ټایمز ته ویلي، هغه فکر کوي چې که ښاغلی ګلګر له پوځ واېستل شي، ښايي د هغه مشر د ولسمشر لخوا له دندې ګوښه شي.