هرات کې د زعفرانو ګل پنځم کلنی جشن

د خپرېدو وخت

نن په هرات کی د زعفرانو د ګل جشن پنځم کلنی جشن ترسره شو. په دې مراسمو کې په هرات کې د تولید شویو زعفرانو بېلګې نندارې ته وړاندې شوې. زموږ همکار محمد قاضي زاده هم ورغلي و.

په هرات کې د زغفرانو نندارتون
د عکس تشریح، د ډېرو هراتیانو لپاره زعفران کاروبار او د زعفرانو موضوع یو ذوق ګرځېدلی.
په هرات کې د زغفرانو نندارتون
د عکس تشریح، هرات په افغانستان کی د زعفرانو د تولید اصلی مرکز دی او د دې هېواد ۹۰ سلنه زعفران همدلته تولیدېږي.
په هرات کې د زغفرانو نندارتون
د عکس تشریح، چارواکي وایي تېرکال ۱۵ ټنه زعفران په هرات کې تولید شوي.
په هرات کې د زغفرانو نندارتون
د عکس تشریح، له هراته د افغانستان شاوخوا شلو نورو ولایتونو ته هم د زعفرانو د کښت تجربی لېږدول شوي.
په هرات کې د زغفرانو نندارتون
د عکس تشریح، زعفران د نړۍ تر ټولو قیمتی بوټی دی او د افغانستان دولت هڅه کوي د کوکنارو بدیل کښت یی وګرځوي.
په هرات کې د زغفرانو نندارتون
د عکس تشریح، ډېری زعفران کاران په هرات کې وایي چې تراوسه مناسب بازار نه لري.
په هرات کې د زغفرانو نندارتون
د عکس تشریح، د زعفرانو پياز څه باندې دوې لسیزي مخکې له ایرانه چې په نړۍ کې د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی افغانستان ته راولېږدول شول.
په هرات کې د زغفرانو نندارتون
د عکس تشریح، د افغانستان زعفران د کیفیت یا څرنګوالي له پلوه په نړۍ کی شهرت لري خو د تولید کچه پکې تراوسه ټیټه ده.