کابل کې د ایران د 'مذهبي نظام' مخالف ایراني کډوال اعتصاب

افغانستان

د عکس سرچینه، ZareanHomayoon

د عکس تشریح، همایون زارعان شپږکاله مخکې د افغانستان هرات ته راغلی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

یوه ایراني پنا غوښتونکي په کابل کې د نه خوړو اعتصاب کړی. همایون زارعان شپږ کاله مخکې د افغانستان هرات ته راغلی او باور لري چې فکر یې له نورو سره توپیر لري او د ایران د مذهبي نظام مخالف دی.

نوموړی وايي، یوه میاشت کېږي له هراته کابل ته راکډوال شوی او افغان حکومت ورته سیاسي پنا ورکړې ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

دی زیاتوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې ادارې د هغه ستونزو او غوښتنو ته پام نه دی کړی.

هغه وایي، د نه خوړو له کبله یې پښتورګي او سترګې له روغتیایي ستونزو سره مخ دي او درې ورځې کیږي چې د نه خوړو اعتصاب یې کړی.

څو ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو ښاغلی زارعان په کابل کې د کډوالو یوه پنډغالي ته یووړ، نوموړي چې په یوه څادر کې یې و، د بي بي سي خبریال ته په مړاوي غږ وویل، دده ستونزې په نظر کې نه نیول کېږي.

دغه ایرانی کډوال اعتراض لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره د یوه کډوال په توګه دده ستونزو ته بې پامه ده

د عکس سرچینه، ZareanHomayoon

د عکس تشریح، دغه ایرانی کډوال اعتراض لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره د یوه کډوال په توګه دده ستونزو ته بې پامه ده

همایون د ایران د اصفهان ښار اوسېدونکی دی او د موسیقۍ په برخه کې یې زدکړې کړي دي، هغه وايي د ایران نامتو سندرغاړي محمد رضا شجریان تر لاس لاندې یې روزنه لیدلې.

دغه ایرانی کډوال اعتراض لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره د یوه کډوال په توګه دده ستونزو ته بې پامه ده. د اوسېدو ځای، ځاني او رواني امنیت او دنده دده اصلي غوښتنې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویاند نادر فرهاد بي بي سي ته وویل چې د کډوالو د دوسیو د محرمیت له امله نشي کولی چې د ځانګړي شخص په اړه نظر ورکړي خو وايي دا اداره په دې هڅه کې ده چې په افغانستان کې د ټولو کډوالو د ستونزو د حل کولو په موخه له مسؤلینو سره ګډ کار وکړي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې په افغانستان کې له بېلابېلو هېوادونو ۴۲۰ تنو کډوالو سیاسي پنا اخیستې چې له ډلې یې له پاکستاني وګړو وروسته بیا ډېر ایرانیان دي.