بلخ کې د نجونو د زدکړو لپاره کور په کور کمپاین

- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, بي بي سي - بلخ
- د خپرېدو وخت
د افغانستان شمالي ولایت بلخ کې دوه نجونې د خپلې سیمې هغو کورنیو ته د نجونو د زدکړو ارزښت په اړه پوهاوی ورکوي چې خپلې لوڼه ښوونځي ته نه پرېږدي. د دغه کمپاین د چلوونکو په خبره تر دې دمه یې لسګونه کورنۍ هڅولې چې خپلې نجونې ښوونځي ته پرېږدي.
۲۲ کلنه نیلوفر غني زاده او همکاره یې فرزانه خپل کلي کې له کمو نجونو وې، چې له ۱۲م ټولګي فارغې شوې.
د دوی ډېرې همزولې د کورنیو له خوا د ښوونځي له منځنۍ او یا لیسې دورې نه وګرځول شوې او کور ناستي ته اړ ایستل شوې.
اوس چې دوی دواړو خپلې لوړې زدکړې ترسره کړې نو غواړي په لرې پرتو سیمو کې کور په کور وګرځي او له هغو کورنیو سره خبرې وکړي چې په خپلو لوڼو تعلیم نه کوي.
د سیمې یوه مور د خپلو لوڼو په اړه وایي، درې لوڼه یې تر اووم ټولګي ښوونځي ته لېږلې وې؛ خو د خپلوانو او خلکو د خبرو له امله یې بېرته په کور کېنولې.
دغه مور وايي له دې وروسته به خپله وړه لور ښوونځي ته ولېږي، چې په لیک او لوست زده کړي او پوه شي.

نیلوفر وايي، په سیمه کې د نجونو د تعلیم په اړه ناسم ذهنیت د له منځه وړو لپاره یې له خپلې همکارې سره په ګډه کور په کور کمپاین پیل کړ. دوی هغو کورنیو ته د نجونو د تعلیم ارزښت بیانوي چې په خپلو لوڼو زده کړه کول شرم ګڼي.
نوموړې وايي پیل یې له خپل کلي څخه وکړ او له منفي غبرګونونو سره مخ شوې؛ خو دوی بیا هم خپله مبارزه روانه وساتله. تر دې مهاله یې لسګونه کورنۍ دې ته هڅولې دي چې خپلې لوڼه ښوونځي ته ولېږي.
نیلوفر د دې تر څنګ چې کور په کور کمپاین کوي، په خپل کلي کې یې نجونو لپاره یو ښوونیز کورس هم پرانیستی. په دغه کورس کې نژدې پنځوس د بېلابېل عمر نجونې په زدکړه بوختې دي.
کور په کور د کمپاین بله غړې فرزانه وايي په پیل کې له ډېرو کړاوونو سره مخ شوې، خو له ستونزو سره یې دغه مبارزه جاري وساتله او اوس ډېرې کورنۍ ترې خوشاله دي.

نوموړې وايي د کمپاین په پیل کې به یې د ورځې دوه یا درې کوره کتل؛ د کور له مېرمنو او مشرانو سره به یې ناسته کوله او هغوی ته به یې قناعت ورکاوه، چې په خپلو لوڼو تعلیم وکړي چې په راتلونکي کې یوه پوهه کورنۍ ولري.
د بلخ په لېرې پرتو سیمو کې ډېری داسې کورنۍ شته چې د ناسمو دودنو له امله په خپلو لوڼو تعلیم نه کوي. ځینې کورنۍ خپلې لوڼه تر اووم ټولګي پورې ښوونځي ته پرېږدي؛ خو چې کله یې عمر زیات شي بیا یې له ښوونځي راګرځوي.
وکیل خان د بلخ ولسوالۍ د دهقاضي د کلي اوسېدونکی دی، او خپلې څلور لوڼه یې په کور کېنولې دي.
نوموړی وايي تر اوسه چا د نجونو د تعلیم په اړه پوهاوی نه و ورکړی، خو له دې وروسته به خپلې دوه لوڼه او دوه زامن ښوونځي ته ولېږي چې په راتلونکي کې باسواده شي.
وکیل خان د نیلوفر او فرزانې د کمپاین هڅې ستايي او وايي د دوی له برکته به یې کورنۍ د زدکړو په ارزښت پوهه شي.

په بلخ کې د پوهنې ریاست چارواکي مني چې په لېرې پرتو سيمو کې له منځنۍ دورې وروسته زدکړو نه د نجونو بې برخې کېدل یوه ستونزه ده.
د بلخ د پوهنې رئیس علي الله امیري وايي، دوی د ټولو هغو کسانو ملاتړ کوي، چې د پوهې د پراختیا په موخه د هڅونې پروګرامونه چلوي. د نوموړي په خبره په لومړي ګام کې نا امنۍ د دې لامل شوې، چې نجونې ښوونځي ته لاړې نشي.
په دویم ګام کې د ښځينه ښوونکو نه شتون دی، ځکه د لېرو پرتو سیمو خلک خپلې لوڼه داسې ښوونځیو ته نه لېږي چې ښوونکي یې نارینه وي.
ښاغلی امیري د نجونو لپاره د ځانګړو ودانیو نه شتون هم د دې لامل ګڼي، چې نجونې له ښوونځیو لرې پاتې شي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې نژدې څلور میلیونه ماشومان له ښوونځي بې برخې دي، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.


















