تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کمېسیون: له بایومټرېک الو د مالومات د لېږد بهیر بشپړ شو
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د معلوماتو عمومي زېرمې ته یې د بایومټریک الو د معلومات لېږدولو بهیر بشپړ کړی دی.
د ټاکنو کمېسیون ددې بهیر له بشړولو سره ویلي، د قرنطین شویو بایومټریک الو د معلومات د لېږدولو کار تېره شپه شاوخوا درې بجې پایته رسېدلی. دغه کمېسیون وايي د بایومټريک رایو شمېر یو مېلیون او ۹۵۰ زرو ته ورسېد.
د کمېسیون په خبره اوس د رایو چاڼ پیلوي. د ټاکنو کمېسیون دا نده مشخصه کړې چې دا پړاو به کله پیلېږي خو تمه لري چې د کار له پیل وروسته به دا پړاو درې ورځې ونیسي.
د دغه کمېسیون د دارالانشاء ریاست وايي، دوی د بایومټریک الو قراردادي کمپنۍ درملوګ ته په تمه دي چې د رایو چاڼ پایته ورسوي او له هغې وروسته به د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه مشخصه کړي.
حبیب الرحمن ننګ وویل، چې د بایومټریک له لارې د ټولو اچول شویو رایو معلومات د دغه الو جرمني کمپنۍ په مرسته چاڼ کېږي چې تکراري او له قانوني عمر د کم عمره کسانو اچول شوې رایې له سیستم وباسي.
د کمېسیون چارواکي تمه لري چې د بایومټریک شویو رایو چاڼ به شاوخوا درې ورځې ونیسي. ټاکنو کمېسیون له ټاکنو وروسته اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې ۲ میلیونه او نږدې ۷سوه زره کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی.
د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند بي بي سي ته وویل چې شکایتونو کمېسیون دوی ته د څه دپاسه ۱۸۰۰ محلونو لیست ورکړی چې رایې یې باید له سره وشمېرل شي او دغه راز ټاکنو کمېسیون خپله هم د یو شمېر محلونو رایو د بیا شمېرلو پرېکړه کړې.
د کمېسیون دغه چارواکی وایي چې تمه ده دواړه ټاکنیز کمېسیونونه په ګډه د ځینو محلونو رایې له سره وشمېري.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې لومړنۍ پایلې باید د تلې میاشتې په ۲۷ اعلان شوې وای، خو د ټاکنو کمېسیون ددې پایلو د اعلان د ځنډېو له امله بخښنه وغوښته.