ټاکنو کمېسیون د مالوماتو د لېږد مرکز دروازه بېرته پرانیستله

د خپرېدو وخت

د افغانستان ټاکنو په کمېسیون کې له بایومیټریکي الو نه مرکزي سرور ته د ډیټا د لېږد مرکز دروازه له دوه ورځې ځنډ وروسته نن ماسپښين مهال د رسنیو په شتون کې پرانیستل شوه.

د بي بي سي خبریال ابراهیم ساپی وايي، د دغه مرکز دننه کارونه وروسته له هغه و درول شول چې د دهلیز دروازې مهرلاک شوی کولپ یې د دوو امنیتي سرتېرو له لوري پرانیستل شوی و.

د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم وايي دغه مرکز د موضوع د څېړلو او د دوی د هوکړې له مخې پرانیستل شو.

د ټاکنو د کمېسیون مشري حوا علم نورستاني نن د خبریالانو پر وړاندې ومنله چې د دهلیز قلف مات شوی خو وايي، د بایومیټرېک الو مالومات خوندي دي او چا ورسره کار نه دی لرلی.

مېرمن نورستانۍ د نورو چارواکو سره غوښتل چې د خبریالانو د سترګو پر وړاندې د بایومیټریکي مالوماتو تړل شوې دروازه پرانیزي خو په لومړي سر کې د ثبات او همپالني ټیم لخوا ورته اجازه ور نه کړل شوه.

خو څو ساعته وروسته د ثبات او همپالنې ټیم په هوکړې د خبریالانو پر وړاندې دغه دروازه پرانستل شوه او خبریالانو ته اجازه ورکړل شوه چې دې ودانۍ ته ننوځي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو تن غړي اورنګزیب د دروازی له پرانیستي وروسته وویل د بایومتریکي الو اطلاعاتو او ډیجیتلي زیرمې ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی او هر څه په خپل ځای دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د بایومیټریکي مالوماتو د ډیټا لېږد مرکز د دهلیز قلف ماتول یوه تېروتنه بولي، خو دې چارې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني د ټیمونو ترمنځ اختلاف رامنځته کړی و.

د ډاکټر عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم ویلي و چې دوې شپې وړاندې د مالوماتو د لېږد د ودانۍ قلف د څو امنیتي سرتېرو له لوري مات شوی او د دوی په ټکو دا کار په کمېسیون شک او بې باوري رامنځ ته کړی ده.

په همدې حال کې د دولت جوړني د ټیم څارونکی دواود سلطان زوی بي بي سي ته وویل، باید ژر تر ژره له بایومټیريکي الو نه مرکزي سرور ته د ډیټا د لېږد پروسه پیل شي او د ټاکنو لومړنیو پایلو اعلان ته دې زمینه برابره شي.

په تېره یوه اونۍ کې د کار پر مهال تخنیکي ستونزې او له بایومیټریکي الو نه مرکزي سرور ته د مالوماتو ورو لېږد او د قلف ماتېدل هغه لاملونه وچې کمېسیون ونه توانید په سم ډول خپل کارونه تر سره کړي.

دغه کارونه د دې لامل شوه چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ راشي. اټکل کېږي چې نن شپه د کمېسیون کارکوونکي بېرته خپلو کارونو ته راشي او دغه پروسه عادي حالت خپل کړي.

له دې مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو نن سه شنبه کابل کې یوه خبري غونډې کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو ځنډېدو لاملونه ډاګه کړل.

د دغه کمېسیون یو تن کمېشنر اورنګزیب رسنیو ته وویل چې له څلورو ورځو راهیسې د درملوګ شرکت د زېرمې امنیتي سند یا 'سرور سیکیوریټي سرټیفیکټ' کاري نېټه ختمه شوې وه.

درملوګ هغه جرمن شرکت دی چې د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ټاکنو لپاره یې تخنیکي خدمات وړاندې کړي.

دی وايي، کله چې د دې سرټفیکیټ وخت واوړي نو بایومټریک مالومات هلته نه لېږدول کېږي، خو پرون دوشنبه یې سرور بېرته فعال شو.

نوموړي د ټاکنیزو ډلو پر څارونکو غږ وکړ چې د شاوخوا د ۲۰۰۰ قرنطین شوېو الو معلوماتو زېرمې ته د لېږد پر وخت حاضر اوسي.

ښاغلي اورنګزېب په دې خبري ناسته کې وویل، د ټاکنو د پایلو ځنډېدو یو بل لامل پخپله د ټاکنیزو ډلو څارونکي دي، او غوښتنه یې ورنه وکړه چې دوی باید په روانه پروسه کې همکاري وکړي او ستونزې جوړې نه کړي.

ښاغلي اورنګزېب د ټاکنو کمېسیون دارلانشاء ته سپارښتنه وکړه چې شپه او ورځ کار وکړي چې پایلې نورې لا ځنډنی نه شي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د تېرې شنبې پر ورځ اعلان شي. خو کمېسیون وار د له مخه ویلي وو چې ښایي دا اعلان د څو ورځو لپاره وځنډېږي.

بلاخره همداسې وشول او د ټاکنو کمېسیون د شنبې پر ورځ وویل، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله، او په دې بهیر کې د لا ډېرې روڼتیا په پار دوی ونه توانېدل چې پایلې پر وخت اعلان کړي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د پایلو د ځنډېدو له کبله له افغانانو بښنه هم وغوښته، خو کمېسیون ټینګار کوي چې دا ځنډ به یوازې څو ورځې وي او پر پایلو به هېڅ ډول اغېز ونه لري.

خو پرون دوشنبه د کمېسیون یو کمېشنر محمد عبدالله کابل کې خبریالانو ته وویل، د کمېسیون ستونزه یوازې تخنیکي نه ده. نوموړي پر ټاکنیزو ډلو او نړیوالو څارونکو غږ وکړ چې له کمېسیونه دې د پایلو د ځنډ په اړه پوښتنه وکړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو یو شمېر نوماندانو هم د ټاکنو د پایلو پر ځنډېدو نیوکې کړې دي او تور لګوي چې کمېسیون له ځینو (واکمنو ټاکنیزو ډلو) سره یو ځای غواړي چې پایلې بدلې کړي.