ټاکنو کمېسیون: د ټولو بایومټرېک الو مالومات مرکزي سیستم ته داخل شول

د خپرېدو وخت

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د بایومټریک الو ټول مالومات د کمېسیون مرکزي سیستم یا سرور ته لېږل شوي دي. چارواکو ویلي دي د پنجشنبې ورځې تر پایه به د قرنطین شویو بایومټریک الو مالومات هم ملي زېرمې ته انتقال کړي. دغه بنسټ تمه ښودلې چې د معلوماتو د لېږد له ټولو پړاونو وروسته به په ټاکلې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان وخت رالنډ شوی، خو د دغه اعلان په اړه په ټاکنو کمېسیون کې دننه د ځنډ اندېښنې هم شته. د ټاکنو کمېسیون ځینې کمېشنرانو ویلي دي هڅه کوي د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې له مهالویش سره سم د تلې په ۲۷مه یعنې راتلونکې شنبه اعلان کړي.

د دغه کمېسیون کمېشنر اورنګ زیب وايي، د مرکزي سیستم یا سرور ته د مالوماتو لېږد په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی. ښاغلی اورنګ زېب زیاتوي هڅه کوي په ټاکلې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي، خو که ونه توانېږي، خلکو ته به بشپړ وضاحت ورکړي.

له دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون مشرې بي بي سي ته ویلي و چې د بېلابېلو لاملونو له امله څارونکو د دوی درې ورځې وخت ضایع کړی دی چې د دغه بنسټ په کارونو یې ناسم اغېز کړی.

د ټاکنو کمېسیون دغه کمېشنر محمد عبدالله وايي، له داسې وضعیت سره مخ دي چې ممکن د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان وځنډېږي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټاکنو پر رڼو پایلو ټینګار کړی او د بایومټریک رایو له شمېرنې یې هرکلی کړی دی.

د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز کابل ته سفر کړی او له ټاکنیزو کمېسیونونو یې غوښتي چې په رایې شمېرنه کې روڼوالی تضمین کړي.

اغلې ویلز له امنیتي ګواښونو سره - سره په ټاکنو کې د خلکو له ګډون ستاینه کړې او له کمېسیونونو یې غوښتي چې خلکو ته د ریښتیني معلوماتو په ورکړه سره د دغه بنسټونو باور لوړ کړي.

په اوس کې د خلکو او ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو تمه له ټاکنو کمېسیون ده چې په خپل وخت ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي. که څه هم ټاکنو کمېسیون د دغه کمېسیون دارالانشاء ته دنده سپارلې وه چې د پایلو احتمالي ځنډ و ارزوي خو تراوسه معلومه نه ده چې لومړنۍ پایلې به کله اعلان شي.