تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کمېسیون: کېدای شي د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان وځنډېږي
د افغانستان ټاکنو خپلوک کمېسیون وايي، کېدای شي د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان وځنډېږي. د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي بي بي سي ته وویل، د ټولو مشکوکو پایلو تفکیک او د بهیر د روڼوالي په تړاو د ډاډ تر لاسه کولو له کبله کېدای شي کېدای شي د پایلو لومړنی اعلان وځنډېږي. نوموړي زیاته کړه:
''نه غواړو شفافیت د سرعت قرباني شي. ''
بل لور ته د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د نن 'چارشنبه اکتوبر ۱۶ مه ' ورځې تر پایه پورې به د ولسمشریزو ټاکنو اړوند ټول بایومټرېک معلومات مرکزي ډیټا سرور ته وسپارل شي. د کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهيمي وايي، مرکزي سرور ته له رسېدو وروسته به د رایو چاڼ بهیر پیلېږي.
نوموړی وايي:
''هغه څه چې موږ ته مهم دي، د بایو مټرېک او غیر بایو مټرېک رایو پرتله کول دي. سره ورته رایې به مخامخ پایلو ته ځي او که سره ورته نه وي، تفتیش برخې ته به ځي او له هغه وروسته به یې په اړه پرېکړه کېږي. ''
مخکې کمېسیون چارواکو ویلي و چې تر پرون 'سې شنبې ' پورې به ټول بایومټرېک معلومات مرکزي سرور ته ورسېږي، خو نن یې وویل تر اوسه ۹۳ سلنه معلومات سرور ته رسېدلي دي.
ټاکل شوې وه، د افغان ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې یا میزان پر ۲۷ مه اعلان شي، خو د ټاکنو کمېسیون چارواکي یې د احتمالي ځنډ خبره کوي.
بل لور ته د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي د ۴۳۶۲ ټاکنیزو شکایتونو په تړاو یې پرېکړې کړې. کمېسیون وايي، دې کې د ځینې مرکزونو رایې له منځه وړل، نغدي جریمې او عدلي او قضايي ادارو ته د ټاکنیزو ټګیو برګیو کوونکو ورپېژندل پکې شامل دي.
چارواکي وايي، دوی ټول هغه شکایتونه چې دوی ته رسېدلي دی، په ۳۲ کټګوریو وېشلي دي. دوی دغه راز وايي، دې کې د بایو مټرېک الو اړوند ستونزې، د کمېسیون د ځینې کارکوونکو لاسوهنه او د پایلو په فورمونو کې لاسوهنه شامل دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال مشر دین محمد عظیمی وايي، ۶۶ شکایتونه لا هم څېړل کېږي او نژدې ۱۷۰۰ شکایتونه د ثبوتونو نشتوالي له کبله رد شوي دي.
د دغه کمېسیون وايي، د شکایتونو ارزونې پایلې به د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپاري.