بلخ کې د افغان هوایي پوځ چورلکه لوېدلې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
په بلخ ولایت کې د افغان پوځ د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند منلې ده چې د افغان هوایي پوځ یوه چورلکه نن سې شنبې مازدیکر د پوځي تمرینانو پر مهال د مزار - حیرتان لویې لارې په اوږدو کې لوېدلې ده.
حنیف رضایي وایي، دا چورلکه د تخنیکي ستونزې له کبله نسکوره شوې.
ښاغلی رضایي په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي، خو د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید بي بي سي ته وویل، په دې پېښه کې د څلورو پیلوټانو په ګډون د افغان پوځ ۷ کومانډو وژل شوي دي.
د افغانستان ملي دفاه وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغان پوځ د ۷۷۷ قطعې اړوند دغه چولکه د روزنیزې الوتنې پر مهال له ځايي وخت سره سم مازدیګر نژدې پنځه نیمې بجې د تخنیکي ستونزې له کبله غورځېدلې.
اعلامیه کې ویل شوي چې ایم ای ۱۷ ډوله دغه چورلکه له شاهین قول اردو نه مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر ته پر لاره وه، چې وغورځېده او د څلورو پیلوټانو په ګډون پکې اووه کسان وژل شوي دي.
د سیمې یو اوسېدونکي او د پېښې عیني شاهد هم بي بي سي ته منلې ده چې د افغان پوځ یوه چورلکه را لوېدلی.
دی زیاتوي چې له پېښې وروسته یوه بله چورلکه سیمې ته ورغله او د څو کسانو مړیي یې له هغه ځایه پورته کړل.

د ایم ای سیریز یا لړۍ دغه چورلکه داسې مهال غورځېدلې چې همدا نن (سې شنبه) هند حکومت د افغانستان دفاع وزارت ته دوې ایم ای ۳۵ ډوله چورلکې وسپارلې.
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بي بي سي ته وویل چې دواړه چورلکې د هند په مالي مرسته او د بېلاروس په تخنیکې مرستې افغان هوايي پوځ ته سپارل شوې دي.


















