تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د بکارت پردې معاینه دې افغانستان کې ممنوع اعلان شي"
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د بکارت پردې معایناتو یا ازموینې بې قیده او شرطه ختمولو غوښتنه کړې ده. له دې مخکې د افغانستان قوانینو کېمټې ویلي وو چې د جرمونو څېړنې او پلټنې په صورت کې یوه صلاحیت لرونکې محکمه د بکارت پردې معاینه کولی شي.
د قوانینو کمېټه د افغانستان جمهوري ریاست تر ادارې لاندې ده، چې مشري یې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغې کمېټې ته د بکارت پردې ازموینې قانون د تعدیل وړاندېز کړی و.
درې ورځې مخکې د یادې کمېټۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې صلاحیت لرونکې محکمه د دغه ډول معاینې یا ازموینې حکم کولای شي. د کمېټې دغې پرېکړې د بشري حقونو کمېسیون چارواکي نه دي قانع کړي او دوی (بې قید او شرطه) د بکارت پردې معاینې ممنوعیت غواړي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، دغه غوښتنه کې به مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعین هم له ځان سره ملګري کړي.
د یاد کمېسیون په یوه اعلامیه کې راغلي:
''د ښځو انساني کرامت په پام کې نیولو او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو سره په همغږۍ، چې هر ډول جبري طبي معاینات ممنوع او شکنجه بولي، باوري یو چې د عدلي طب معاینات د جرم ثبوتولو لپاره علمي او طبي بنسټ نه لري. ''
د افغانستان قوانینو کمېټې د دغه هېواد جزا کوډ د ۶۴۰ مادې دویمه فقره کې د تعدیل پر مهال پرېکړه کړې وه چې:
''د جرم د ثابتولو لپاره د هېڅ ثبوت او سند نشتوالي په صورت کې د صلاحیت لرونکې محکمې له امر وروسته د بکارت پردې معاینه کېدای شي. ''
له دې مخکې د دغې مادې دویم بند کې ویل شوي وو:
''د بکارت پردې د عدلي طب معاینه د صلاحیت لرونکې محکمې او پخپله د ښځې له رضایت پرته ممنوع ده. ''
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د بکارت پردې معاینات علمي اعتبار نه لري، نه دې سره بکارت ثابتیږي او نه هم جنسي اړیکې.