تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"افغانستان کې تېر کال د بکارت پردې ۴۰ جبري ازموینې ریکارډ شوې"
- Author, ملایکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د مېرمنو ملاتړې موسسه یا مدیکا وايي، د دې موسسې وکیلانو تېر ۲۰۱۷ کال کې د بکارت پردې د جبري ازموینو له ۴۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.
دغې موسسې د یکشنبې په ورځ کابل کې غونډه درلوده چې ډاکټرانو، حقوقپوهانو او مدني فعالانو پکې ګډون درلود.
د دې موسسې استازو د بکارت پردې د معاینې دا جبري پېښې په کابل، مزارشریف او هرات کې ثبت کړې دي، خو ټینکار کوي چې د دې قربانیانو شمېر له دې ډېر دی.
د دغې موسسې په باور، سره له دې چې دغه معاینې د علم له مخې د باور وړ نه دي، خو زیانمنو مېرمنو او کورنیو ته سخت تاوان اړوي.
د دې موسسې مشره حمیرا رسولي وايي، د کنفرانس او بحثونو په پای که پریکړه کېږي چې دغه معاینات کله او کومو شرایطو کې ترسره شي، چې د چا انساني کرامت زیانمن نشي.
د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمیسیون مشره وايي، پر دغه مسله بحث کول د هغې "بداخلاقۍ یا نا روا جنسي اړیکو" دودول نه دي، چې ځینې خلک پرې باور لري، بلکې داسې حالت برابرول دي چې پکې خلک خوندي ژوند وکړي.
سیما سمر وايي، افغان پولیس او کله کله سیمه ییز مشران چې شک وکړي، د یوې مېرمنې او نارینه ترمنځ جنسي اړیکې شته، نو د دغو معاینې غوښتنه کوي.
خو د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې دغه معاینه علمي اعتبار نه لري، نه بکارت او نه جنسي اړیکي ثابتولی شي.
د افغانستان د جزا قانون کې دا نه ده روښانه شوې چې یو کس کله او په کومو شرایطو کې د بکارت ازموینې ته واستول شي.
د ښځو ملاتړې موسسې غړي وايي، د خلکو د پوهاوی په زیاتولو سره هڅه کوي چې د لا ډېرو ښځو او نجونو د قرباني کېدلو مخنیوی وکړي.
افغان دودیزه ټولنه کې بکارت پرده د نجونو لپاره ډېره مهمه او د دوی او کورنۍ عزت یې بلل کېږي.
که نه وي، ناوړه پایلې ورته لري او ان معاینه یې د یوې جنۍ ژوند بدلولی شي.