ورځپاڼې: داعش د نړۍ د پام وراړولو لپاره افغانستان کې خونړي بریدونه کوي

د خپرېدو وخت

پاکستانۍ ډان وررځپاڼه په دې وروستيو کې پلازمېنه کابل کې د واده پر مراسمو بريد ته په اشاره وايي داعش په عراق او سوريه کې له ماتې وروسته ځان ته د رسنيو د پام اړولو او نړۍ ته د ټکان ورکولو لپاره دغه راز څرگند وحشت ته مخه کړې.

ورځپاڼه وايي داعش له سياسي تشې او زيانمنونکي چاپېريال گټه پورته کوي چې ځان ته د پښې ځاى ومومي او ډار اچونې يا گوتو په شمار اغېز لرونکو کسانو له لارې واک وچلوي.

د ليکوالې په باور افغانستان کې ورته يو فرصت په انتظار دى ځکه د ليکوالې په باور تاوتريخوالى له بې برخېتوب، ناهيلي او زيانمنونکو کسانو تغذيه کېږي او ظاهر ا" دا درې واړه افغانستان کې په خورا لويه کچه کې شته.

مطلب وايي افغانستان کې د امريکايانو په بېړه وتل او د افغان امنيتي ځواکونو نه وړتيا به د هغوى لپاره ښه چاپېريال جوړ کړي.

نيوريارک ټايمز وايي طالبانو سره د سولې خبرې افغان ولسمشريزې ټاکنې له ناڅرگندتيا يا ابهام سره مخامخوي.

ورځپاڼه وايي د سولې خبرې او افغان ولسمشريزې ټاکڼې دواړه له وخت سره سيالي يا مسابقه ده او خو دغه دواړه بهيرونه په يوه ډول له يوه بل سره هم په سيالۍ دي.

دا دواړه لومړيتوبونه سره په ټکر دي چې امريکا او ولسمشر غني يې سره مخالفت کې درولي او د افغانستان سياسي راتلونکى يې داسې بې ثباتۍ سره مخ کړى چې له ٢٠٠١ م کال راهيسې سارى نه دى کتل شوى.

ورځپاڼه ليکي امريکايي او لوېديځوال چارواکي وايي دوى چمتو دي چې د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش له اعلانېدو وروسته د طالبانو او افغانانو خپلمنۍ ناسته سملاسي وشي.

ورځپاڼه وايي لوېديځوال ډيپلوماټان په شخصي ناستو کې اندېښنه څرگندوي چې افغانستان کې له گډوډيو ډک او بې ثباته کوونکو ټاکنو ته په پام له طالبانو سره د خبرو په منځ کې يوه بله ټاکنيزه ناندرۍ به په راتلونکو خبرو کې افغان حکومت لا کمزورى کړي.

ليکوال وايي راتلونکو ورځو کې به مالومه شي چې په دې برخه کې امريکا پر ولسمشر غني چې وايي هېڅ څه به د ټاکنو مخنيوى ونکړي، څومره اغېز کولی شي.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان کې د امريکا پخواني سفير ريان کراکر له لوري لیکنه کې ویلي، موږ پرته له دې چې لومړى خپل متحدين خوندي کړو افغانستان نه شو پرېښودى.

ښاغلي کراکر ليکلي په داسې حال چې امريکا له طالبانو سره د سولې يوه تړون ته د رسېدو هڅه کوي او له افغانستان د خپلو ځواکونو ايستل پلانوي، يو مهم ټکى- چې بايد ورباندې غور وشي- نه تر سترگو کېږي او هغه دا دى چې کله موږ له افغانستان ووځو نو زموږ شريکانو سره به څه کېږي؟

ښاغلى کراکر وايي کله چې افغانستان کې سفير و نو د امريکا سفارت پر سلگونو افغان کارکوونکو تکيه و چې گڼې دندې یې ترسره کولې.

د ښاغلي کراکر په وينا هغوى د خپل او زموږ د هېواد ښې لپاره خپل ژوند هره ورځ خطر کې اچاوه.

مطلب کې راغلي چې امريکايي ځواکونو او بشري مرستندويانو هم پر سيمه ييزو کارکوونکو تکيه لرله چې د ژباړنو، فرهنگي سلاکارانو، امنيتي ساتندويانو او د ترميم او ساتنې د ملازمينو په توگه يې دندې ترسره کولې.

ليکوال وايي دغه وگړي په منظم ډول د امريکا ضد عناصرو له گواښونو سره مخ و په تېره د طالبانو له لوري.

طالبانو د دوى ډېر شمېر او د دوى د کورنۍ غړي نيولي او وژلي يې دي.

مطلب زياتوي چې دغه وگړي امريکا کې د کډوالۍ ځانگړو ويزو ته د غوښتنليک ورکولو فرصت لري.

ډېر شمېر يې چې د خپلو غوښتنليکونو د بهير بشپړېدو انتظار کوي له خطر سره مخ دي او يا اړ شوي گاونډيو هېوادونو ته وتښتي.

ليکوال وايي د سرتېرو د شمېر کمولو وړانديز په دې مانا دى چې ډېر شمېر افغان همکاران چې د خپلو ويزو د بهير بشپړېدو ته انتظار دي خپلې دندې له لاسه ورکړي او په امريکايي اډو کې د پاتې کېدو حق وبايلي.

ليکوال وايي د امريکا حکومت مسووليت لري چې د سرتېرو د شمېر کمولو د برخې په توگه د هغو کسانو ساتنه هم په پام کې ونيسي چې ځان يې خطر کې اچولى او د امريکا ماموريت سره يې همکاري کړې ده.