راپورونه: قطر کې دواړې خواوې هڅه کوي د روغې جوړې تاریخي هوکړې ته ورسېږي

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت

د قطر له پلازمېنې دوحې څخه راپورونه وایي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې روانې خبرې لا ګړندۍ شوي او دواړه خواوې هڅه کوي چې د روغې جوړې یوې تاریخي هوکړې ته ژر ورسېږي.

ډېر اټل کېږي چې، د خبرو په روان اتم پړاو کې د دواړو خواوو مرکچیان د سولې پر یوه تړون سره سلا شي او ښایي په را روانو څو ورځو کې لاسلیک شي.

په کېدونکي تړون کې به له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پړاوي وتنه او د طالبانو دا ژمنتیا راځې چې افغانستان به بیا د القاعده په څېر د سخت دریزو پر خوندي ځای نه ګرځي.

امریکايي چارواکي او طالب استازي وايي په دې ستونزمنو خبرو کې ټولې مطرح مسلې هوارې شوي دي، خو آن ډیر واړه موضوعات هم وخت اخلي ځکه دا ډیر پيچلی او جنجالي جوړ جاړی دی. ځینې افغانان پر امریکا تور لګولي چې دوی له طالبانو سره په مېدان پریږدي او خپله پښې سپکوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تکرار او په ډاګه ویلي که په افغانستان کې دیره خپل ټول ۱۴۰۰۰ سرتیري ونه باسي نو د راتلونکي کال ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې ددې سرتیرو اکثره برخو خو یې خامخا بیرته خپل هېواد ته ستنوي.

تمه داسې ښودل کیږي چې دا سرتیري به په څو پړاوونو کې له افغانستانه ویستل کیږي ، په بدل کې به یې طالبان د القاعده په څېر سخت دریځې ډلې نه پریږدي چې د امریکا پرضد بریدونه وکړي.

خو ځینې پخواني پوځي چارواکي پر دې جوړجاړي شک لري، له دې ډلې یو یې د امریکا پخوانی مرستیال لوی درستیز جنرال جک کین دی. دی وايي د دې ممکنه سولې په اړه انديښنه لرې چې له مخې به یې امریکا خپل ټول سرتیري له افغانستان وباسي او په بدل کې به یې طالبان دا ضمانت ورکوي چې القاعده به بیا په افغانستان کې پټن ځایونه نه جوړوي، دی وايي فکر کوي چې موږ ټول په دې پوهیږو چې په طالبانو باور نه شي کېدای.

خو باید وویل شي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمی خلیلزاد په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې له طالبانو سره جوړجاړی او له افغانستانه د ځواکونو ویستل مشروط دي.

ده ویلي امریکا د سرتیرو د ویستلو تړون نه بلکې د سولې تړون غواړي چې د سرتیرو ویستلو ته لاره هواره کړي. ده ویلي په افغانستان کې د امریکا حضور د یو شرطونو له مخې پر ځای او له افغانستانه وتل به یې هم د یو لړ شرطونو له مخې وي.

د سولې خطر لوی دی خو د ډیرو لپاره د جګړې درد تر دې لا ډیر زیات دی. په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا د تر ټولو لویه جګړه ده او د افغانانو لپاره دا یوه داسې جګړه ده چې پای نه لري. نو ځکه د سولې لپاره هر چانس که وړوکی هم وي غنیمت شمیرل کیږي.