څېړنه: افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو وضعیت خراب دی

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنرۍ د یوه نوي راپور موندنې ښيې چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ م کلونو ترمنځ افغانستان ته راستانه شوي کډوال د هغو په پرتله چې په پاکستان کې پاتې دي ډيرې ستونزې لري.

په دغه ګډ راپور کې چې پکې په پرتله ییز ډول د افغان کډوالو ژوند ته کتنه شوې راغلي، ډیری راستانه شوي کډوال په ښارونو کې د کار په موندلو ندي توانیدلي او اړ شوي چې خپلو ولایتونو ته لاړ شي او هلته د ټولنیزو اړیکو په مټ لنډمهالي کاری فرصتونه ومومي.

په راپور کې راغلي چې راستانه شوي کډوال همدارنګه د روغتیا او زده کړو په برخو کې هم اسانتیاوو ته کم لاس رسی لري.

په وروستیو کلونو کې له ګاوڼدیو هیوادونو، ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو په اجباري او خپله خوښه راستنیدنه زیاته وه چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو او ځانګړي ډول ښارونو کې ځای پر ځای شوي دي.

هیواد ته په لویه کچه د کډوالو د سیل راماتیدل، که له یوه پلوه خپل هیواد ته یې راتګ ښه خبر بلل کیږي خو ډيری هغه یې بیا په ټولو برخو کې له ستونزو سر هم مخ دي.

په همدې تړاو تازه په افغانستان کې نړیوال بانګ او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې هیواد ته د راغلو او په ګاوڼدیو هیوادونو کې پاتې افغانانو ژوند ته پرتله ییزه کتنه کړې ده.

هارون یو له هغو ځوانانو دی چې تیر کال له خپلې کورنۍ سره یو ځای له پاکستان څخه راستانه شوي.

دی وايي، هلته یې کار او ژوند ښه و خو دلته چې راغلي څو ځله یې د یوه مناسب کار پیلولو هڅه کړې، خو بریالي شوي ندي او اوس په کابل کې د کور لوړه کرایه هم پرې غمیدلې ده.

د یو اېن ایچ سي ار او نړیوالو بانک په افغان حکومت او اړوندو نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې افغانستان ته د راستنوو شوو کډوالو ستونزو ته د ژر تر ژره رسیدګي وکړي.

په کابل کې د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند نادر فرهاد وایې هیواد ته د راستانه شویو کډوالو شته ستونزې د نورو بیرته راستنیدونکو کډوالو د راستنیدنې په بهیر بد اغیز کولای شي.

د نړیوال بانګ او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ پدې راپور کې راغلي چې د کډوالو ستونزې یوازې مالي او اقتصادي ندي بلکې ډيری یې روغتیایې خدمتونو او ان زده کړو ته هم کم لاس رسی لري.

افغان حکومت هم یادې ستونزې تر یوه حده مني خو وایې چې په لویه کچه د کډوالو راستنیدنه ددې لامل شوې چې دوی ټولو ته رسیدنه ونه شي کړای.

دا پداسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر اوسه له پاکستان او ایران څخه ۲ لکه ۳۷ زره افغان کډوال بیرته هیواد ته راستانه شوي دي.