ورځپاڼې: طالبانو د خپل اساسي قانون مسوده چمتو کړې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې طالبان څه ډول یو نظام غواړي، ورځپاڼه لیکي داسې یو ۱۴ مخیز سند یې تر لاسه کړی چې ښيي طالبان څه ډول نظام غواړي، دا سند د هغه اساسي قانونو یوه مسوده ده چې د طالبانو دواکمنۍ پرمهال چمتو شوی او ځینو پخوانیو طالب چارواکو تایید کړی دی.
ورځپاڼه لیکي له دې مسوده د یو څه پرمختګ څرک ښکاري خو په ورته وخت کې د طالبانو په ډله کې د ښځو د تعلیم ، عدالت او له لږکیو سره د نرمۍ په اړه تناقض هم په ډاګه کوي.
نیویارک ټایمز زیاتوي په دې مسوده کې ځینې خبرې لکه د نجونو تعلیم ځنډول شوي دا ددې لپاره چي له کورني مخالفت څخه ډډه وشي ، ورځپاڼه لیکي دې ډلې ته نږدې کسان وايي دا مساله اوس هم شته او له افغان دولت سره چې ښځو ته دتعلیم حق ورکوي د سولې خبرو په وړاندې هم لوی خنډ دی.
د دې چارواکو له ډلې یو هم د طالبانو د اکمنۍ پرمهال د عدالي وزارت مرستیال جمال الدین شینواری دی چې له طالبانو سره اوس هم اړیکي لري وايي طالب له امارات پرته بل څه نه غواړي او د دیموکراسۍ ضد دي. دی وايي که طالبانو سیاسي مشرانو نرمي وښيي نو د جګړي قوماندانان د سرو کرښو په اړه پریکړه کوي.
دی وايي طالبانو ټاکنې نه مني او امریکایانو ته وايي د طالبانو امارات باید راژوندی کړی هغسې چې له منځه یې وړی.
امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفرته کتنه کړې او لیکې وروسته له هغه چې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مړینه په ډاګه شوه او د تیرو څو کلونو ترینګلو اړیکو ته په کتو دا سفر د پام وړ ارزښت لري.
ورځپاڼه لیکي افغان دولت او امریکا په دې نظر دي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او ډیر افغانان وايي چې پاکستان د افغان سولې په وړاندې لوی خنډ دی او پاکستان هڅه کوي افغانستان کمزوری او بې ثباته پاتې شي.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
خو واشتنګټن پوسټ لیکي په تېره اونۍ کې داسې ښکاریده چې پاکستان هڅه وکړه د افغان دولت مشرتابه او افغان سیاستوالو ته چې تېره اونۍ اسلام آباد ته تللي و،وښيي چې د پاکستان په اړه شکونه او د طالبانو د ملاتړ تورونه سم نه دي.
ورځپاڼه لیکي ځینې په دې نظر دی چې پاکستان ته د افغان ولسمشر او افغان سیاستوالو ورتګ د پاکستان له خوا یو سیاسي مانور و،هغه پاکستان چې ویل کېږي په افغانستان کې د وسله والو د ملاتړ له امله په نړیواله کچه له انزوا سره مخامخ دی.
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټربیون لیکلي سرچینو ورته ویلي په پام کې ده لومړی وزیر عمران خان شل ورځې وروسته د راتلونکې جولایي میاشتې په شلمه نېټه امریکا ته پنځه ورځنی رسمي سفر پیل کړي.
ورځپاڼه زیاتوي دا سفر په روانه میاشت کې پلان شوی خو د ملي بودجې اړونده مسایلو کې د بوختیا له امله دا سفر تر سره نه شو.
ورځپاڼې دې سفر ته په قطر کې افغان سولې خبرو سره تړاو ورکړی او زیاتوي دا سفر داسې مهال ترسره کیږي چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې یوه نوي پړاو ته داخلیږي.
ایکسپرس ټربیون لیکي پاکستاني چارواکي هیله څرګندوي چې د عمران خان او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ به ځینې ستونزې هوارې شي او په دې مخامخ لیدنه کې به د پاکستان لومړی وزیر د افغان مسالې په تړاو خپل نظر له امریکا سره شریک کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره مبارزه کې دوه مخی سیاست کوي، لومړی ځل دی چې د پاکستان لومړی وزیر د امریکا له ولسمشر سره ګوري.
برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې هیلې په اړه چې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جون اون سره یې د لیدلو لپاره کړې اشاره کړې او په یوه مطلب کې لیکي که څه هم ښاغلی ټرمپ د شمالي کوریا له مشر سره د لیدلو لپاره لیوالتیا ښيي ، خو له شمالي کوریا سره پر نرمۍ نیوکه کوونکي وايي پر بشري حقونو د تیري په برخه کې د شمالي کوریا د مشر مخینې ته په کتو په کار نه ده چې دا ډول یوه دیکتاتور ته امتیاز ورکړل شي.
ورځپاڼه لیکي د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا د داسې ولسمشر سره لیدلو ته ډیر لیوال دی چې دپلوماتیکو هڅو ته له مخ اړولو وړاندې یې په جدیت هڅې کولې اتومي وسله تر لاسه کړي.
ورځپاڼه لیکي د امریکا ولسمشر شمالي کوریا ته په یوه ورځني سفر نن داسې مهال رسیږي چې د شمالي کوریا رسنیو خبر ورکړی چې تمه ده د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا مشر ته د یوې ډیرې محتوی په لرلو سره یو لیک واستوي.


















