'د مینې منګل د وژنې جدي څېړنه دې وشي'

افغان خبریالان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان د رسنیو لپاره یو ناامن هېواد بلل کېږي.
د خپرېدو وخت

تېره ورځ د افغانستان د پارلمان فرهنګي مشاوره او د شمشاد، لمر او اریانا تلوېزیونو مخکېنۍ ویانده مینه منګل کابل ښار کې ناپېژاندو وسله والو ووژله. دې پېښې په خلکو، چارواکو او د خواله رسنیو د کارنو ترمنځ پراخ غبرګونونه درلودل.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمیسیون د مینه منګل د وژنې جدي څېړنه غواړي.

د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د ولسې جرګې د فرهنګي کمیسیون د دغې مشاورې مرموزه وژنه پراخ غبرګونونه پارولي دي.

له سیاسي څېرو نیولې، د رسنیو او د بشري حقونو تر فعالانو د دغې پیښې په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړې اداره "نی" له حکومته د دې خبرې اثباتول غواړي چې د مینه منګل وژنه له رسنیو سره د دې کار سره کومه اړیکه لري یا نه؟

د افغانستان د کانو وزیره نرګس نهان پر خپل ټویټر لیکلي، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیرې حسینه صافۍ او د امنیت شورا له مرستیال شهرزاد اکبر سره یې په ګډه د هغو ښځو د امنیت خوندي کولو لپاره د یوې تګلارې پر جوړولو هوکړه وکړه چې له خطر سره مخامخ دي.

همدارنګه، د لویې څارنوالۍ د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون هم ویلي چې د اغلې منګل د وژل کېدو د قضیې "جدي ارزونه" یې پیل کړې ده.

کورنی تاوتریخوالی؟

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، مینه منګل کورنۍ تاتریخوالی درلود او په څارنوالۍ کې یې خپله قضیه ثبت کړې هم وه.

مینه منګل

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح، د مینې منګل کورنۍ بي بي سي ته ویلي چې هغه د خپل واده مخالفه وه.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي په ۱۳۹۶ مېرمن منګل لویې څارنوالۍ ته راغلې وه او د هغې شکایتونه کورنۍ تاوتریخوالي بریښېدل او په هغه وخت کې موضوع تر څېړنې لاندې وه.

د ښاغلي رسولي په خبره هغې له خپل مېړه د طلاق غوښتنه کړې وه.

د مینې منګل کورنۍ بي بي سي ته ویلي چې هغه له دې واده سره مخالفه وه، دوي وايي هغې د ټولنیزو مسایلو او دودونو له مخې دې واده ته غاړه اېښې وه.

همدا راز د منګل کورنۍ په خبره حتا څارنوالۍ د هغې او د مېړه تر منځ یې حکم صادر کړی و خو د هغې د مېړه کورنۍ ور سره نه منله.

خو تر دې دمه چا د مېرمن منګل د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی او په اړه یې تر اوسه څوک مجرم نه دي پېژندل شوي او معلومه نه ده چې د هغې وژل د کورنیو اختلافونو له امله دی که څنګه .

ښاغلي رسولي وویل، دولت د دې پښې د څېړلو په برخه کې جدي دی.

د افغانستان د کورنیو چار وزارت تېره ورځ اعلان کړه چې مینه منګل چې له دې وړاندې یې له شمشاد، اریانا او لمر ټلویزیون سره د خبریالې په صفت کار کوه او اوس تازه د ولسي جرګې د کلتوري کمېسون سلاکاره ټاکل شوی وه د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی ده.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې پېښه تېره ورځ د سهار اووه بجې او شل دقیقي رامنځ ته شوی وه.

مېرمن منګل کلونه له شمشاد،اریانا او لمر ټلویزیونونو کې کار کړی و او د ادبي خپرونو پېژندل شوې څېره وه.