تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان ځواکونو د بودیجې یوه برخه د ټرمپ پر دېوال لګېږي
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان د دغه هېواد او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوال جوړولو لپاره د دې وزارت د بودیجې ۱،۵ میلیارد ډالر لېږدول تصویب کړل.
رویټرز خبري اژانس وايي، دې پیسو کې ۶۰۰ میلیون ډالر له داسې حساب لېږدول شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړی شوی دی.
د روان کال مارچ میاشت کې د امریکا پوځ د خپلې بودیجې یو میلیارد ډالر د دې دېوال د جوړولو لپاره بېل کړل، چې ډونلډ ټرمپ یې پر جوړېدو لپاره ټینګار کوي، خو د کانګرېس غړي یې سخت مخالف دي.
د ښاغلي شاناهان بیان کې لیکل شوي: "دا پیسې له مختلفو سرچینو ترلاسه شوې، لکه سپما، پروګرامونو کې بدلون او د پروژو بیا کتنه او په دې دلیل زموږ د ځواکونو پر توان ډېر کم اغېز کوي".
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست دا هم وايي، چې د دغه هېواد پوځ څلور زره سرتېري او ۱۹ الوتکې د مکسیکو سره پولې ته لېږدوي.
یو امریکايي چارواکی له نومپرته رویټرز خبري اژانس ته وايي، د دې دېوال لپاره د دفاع وزارت اوسني رقم کې ۶۰۴ میلیون ډالر داسې پیسې دي چې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې وې.
پر ۲۰۱۹ کال امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۴،۹ میلیارد ډالر ځانګړي کړل.
دا چارواکی وايي، کومې پیسې چې له دې حساب اېستل کېږي د افغان امنیتي ځواکونو اړوند تړونونو کې له سپما ترلاسه شوې دي.
بل امریکايي چارواکی وايي: د دې پیسو بېلول له افغان امنیتي ځواکونو سره زموږ د ژمنې ماتول نه دي. حقیقت کې د ځینې پروژو لګښت زموږ تر ارزونې کم و.
د هغه په خبره، دا لومړی ځل هم نه دی چې امریکا د افغان امنیتي ځواکونو له پیسو ګټه اخلي.
خو دا ګام په داسې مهال دی چې امریکا له میاشتو راهیسې د دغه هېواد د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره خبرې کوي او د دې خبرو شپږ پړاو هم د پنجشنبې په ورځ قطر کې پای ته ورسېد.
دواړو لورو ویلي چې دې خبرو کې پرمختګ شوی په تېره له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د چوکاټ په برخه کې.
خو دا اندېښنې شته چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو او له دې هېواد سره د مرستې کمېدو له امله به د افغان امنیتي ځواکونو برخلیک څنګه شي.