هلمند کې ځواکونو "له القاعده سره د تړاو" په تور ۲ ښځې بېولې دي

هلمند

د عکس سرچینه، .

د خپرېدو وخت

په هلمند کې ځايي چارواکي مني، چې نږدې درې ورځې مخکې افغان ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ په عملیاتو سره د یوې ښځې په ګډون دوه سړي وژلي او دوه ښځې او څلور سړي یې له ځان سره وړي دي.

یوې ځایی سرچينې بي بي سي ته ویلي دغه چاپه د ګرېشک په باوړي سیمه کې پر یوه کلینیک اچول شوې چې تر ډېره د مېرمنو درملنه پکې کېده.

خو د هلمند والي بیا په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې دغه عملیات د القاعده د غړو پر ضد شوي او دغو ځواکونو دوه ښځې هم له القاعده سره د تړاو له امله وړې دي.

له عملیاتو وروسته ځايي خلکو پرون د هلمند مرکز لښکرګا کې مظاهره کړې وه او له حکومت یې غوښتل چې دا ښځې خوشې کړي.

د هلمند د والي دفتر د اعلامیې له مخې قومي مخورو د دوشنبې په ورځ( د اپرېل ۸) د د والي جنرال محمد یاسین سره هم لیدلي او د ښځو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده:

"له والي سره لوړپوړو امنیتي مسولینو ورسره ژمنه کړې چي په نیول شوو څلورو کسانو کي چي دوه يې میرمنې دي د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان او ولس په غوښتنه به که مجرمينې وي هم په با عزته توګه خوشې کړل شي خو له نورو نیول شوو څخه به پلټني دوام ولري".

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم د سې شنبې په ورځ د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي سره خبرو کې وویل:

"له والي سره ژمنه شوې چې د افغانستان او هلمند کلتور ته په پام به دا ښځې خوشې کېږي. که مجرمې هم وي، خوشې کېږي به".

هلمند

د عکس سرچینه، General M Yasin Khan

د عکس تشریح، د هلمند مخور د ښځو د خوشو کولو لپاره د والي دفتر ته تللي دي.

د هلمند والي خپل فیسبوک کې لیکلي چې دې عملیاتو کې دوه مهم قومندانان(ملا جابر او ملا یاسر) وژل شوي دي.

خو خلک وايي دې عملیاتو کې یوه ښځه هم وژل شوې ده. ورته خبره د هلمند د والي ویاند هم کوي.

که څه هم عمر ځواک وايي، چې عملیات افغان ځانګړو ځواکونو کړي، خو په هلمند کې یوې سرچینې له نوم ښودلو پرته بي بي سي ته وویل، چې دغه عملیات افغان او بهرنیو ځواکونو کړي دي.

د نوموړي په خبره، عملیات هم د ګرېشک په باوړي سیمه کې پر یوه کلینیک شوي دي:

"دغه روغتون دیری ښځینه ناروغان کتل. دې عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره بهرني ځواکونه هم ملګري وو، یوه ښځه وژل شوې، دوه سړي وژل شوي او دوه ښځې او شپږ سړي ځان سره وړي دي".

د هلمند دې پېښې ته خواله رسنیو کې هم غبرګون ښودل شوی او له حکومت غوښتل شوي چې دا ښځې خوشې کړي.

وسلوال طالبان ادعا کوي، چي دغه عملیات د یوه ډاکټر پر کور تر سره شوي ، چې پر مهال یې د اسدالله په نوم د یاد ډاکټر کور سوځول شوی او حکومتي ځواکونو نوموړی له دوو مېرمنو سره یوځای بیولی دی .