ځینې پاکستاني ملایان: مولانا سمیع الحق د جنرال رازق په غچ کې وژل شوی

د خپرېدو وخت

ډیپلوماټ مجله لیکي ځیني پاکستاني ملایان وايي چې د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر مولانا سمیع الحق د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په غچ کې وژل شوی.

ورځپاڼه وايي، ښايي دا نظر په افغانستان کې طالبان وهڅوي چې بریدونه ډیر کړي.

د دې مطلب لیکوال وايي، د پاکستان په ځینو راډیکاله کړیو کې دا اوازه هم ده چې نوموړی امریکا وژلی؛ په دې صورت کې به په حقانیه مدرسه کې روزل شوي طالبان د افغانستان جګړې اور لا پسې تازه کړي.

د نوموړي په خبره، پکارده چې د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره اسلام اباد لاس په کار شي او د هغو کسانو په وړاندې اقدامات وکړي چې د دین او مذهب په نوم ترهګري کوي.

لیکوال وايی سمیع الحق ووژل شو خو د ده ایډیالوژي لا ژوندۍ ده:

"د ده وژنه د طالبانو پر مشرانو اغیز نه لري خو هغوی چې جګړه کوي د سمیع الحق ایډیالوژۍ ته د خپلو مشرانو تر خبرو ډیر ارزښت ورکوي، نو که چټک ګامونه وانه خیستل شي ښايي دا وضعیت جګړه لا پراخه کړي".

مسکو غونډه کې هندی پلاوی

انډین ایکسپریس ورځپاڼه لیکي هند د مسکو غونډې ته د یوه نارسمي پلاوي په ترکیب کې په افغانستان او پاکستان کې د هند پخواني استازي استولي.

ورځپاڼه زیاتوي د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ورته ویلي چې دغه غونډه کې په افغانستان کې د هند پخوانی سفیر , Amar Sinha, امر سینا او په پاکستان د هند پخوانی کمشنر T C A Raghavan ټي سي اې راګفن ګډون وکړي.

انډین ورځپاڼه لیکي د مسکو په نننۍ غونډه کې د هند ګډون ډیر لوی پرمختګ دی ځکه له دې وړاندې هند په داسې هیڅ غونډه کې ګډونه نه دی کړی چې د طالبانو پلاوی هم ورغلی وي.

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې هند د مسکو په مخکنۍ غونډه کې ګډون کړی و خو هغه وخت د طالبانو استازی نه و ورغلی.

"مصر مې د وژلو دسیسه شنډه کړې"

اسراییلۍ ورځپاڼې یوریشلیم پوسټ لیکلي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له امریکا ورغلي مسیحي پلاوي ته ویلي چې مصر د ده د وژلو یوه هڅه شنډه کړې ده.

دا پلاوی چې څو ورځې وړاندې سعودي عربستان ته تللی او له محمد بن سلمان سره یې کتلي دي.

د یوریشلیم ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دې پلاوي له هغه اوریدلي چې مصري ځواکونو په سینا ټاپوزومه کې- چې د مصر یوه برخه ده- هغه ترهګره ډله له منځه وړې چې د سعودي د ولیعهد د وژلو پلان یې درلود.

ویل شوي چې په دغه ډله کې څو تنه سعودیان هم و.

د خبریال خاشقجي له وژلو وروسته چې په مرموز ډول په استانبول کې خپل هېواد په کونسلګرۍ کې ووژل شول محمد بن سلمان په یوه ناندریزه څېره اوښتی دی.