' په دا میرات کلي کې زه په نښه شومه '

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شفیقه خپلواک
- دنده, کابل
- د خپرېدو وخت
د هغې د سیمې خلک له قوم نه د باندې نجونې نه ودوي، خو دا یې ورکړې وه او همدا خبره به وه چې هر ځای به ناسته وه، خلکو به په سپک نظر ورته کتل.
ملګرې مې وه، د واده په ورځو شپو کې یې زه هم ورغلې وم، د لښتي څنګ ته مې ولیده. ژړل یې. ویل یې، دا هر څه مې خپله وکړل څه مې غوښتل له راډیو، څه مې غوښتل له لنډیو.
وروسته خبره شوم، چې په سیمه کې یې د کومې خپرېدونکې راډیو، د لنډیو پروګرام ته زنګ وهلی و.
له هغه وروسته د همدې خپرونې کوربه ورپسې شوی و، نجلۍ یې په ځان ورټوله وه، خو چې نجلۍ وغوښتل دا هر څه پرېږدي، ده د دې په غږ چې ترې ثبت یې و او کورني مالوماتو چې ترې اخیستي یې و دا ګواښلې وه.
ورور یې پرې خبر شوی و، بې پوښتنې یې له قوم نه د باندې واده کړه. فکر کوم اوس مور ده، خو خبرېږم چې مېړه یې د کلي رټلی سړی دی.
د کليوالو سیمو نژدې هر کور په زړه کړکۍ کې یوه سولېدلې راډیو ایښې وي، مزی یې په انتن پورې تړلی د کړکۍ نه د باندې د برنډې چت کې بند وي، چې سټشن سم ونیسي.
دغه وړه راډیو ځینو ته د نړۍ غوندې ستره ده، خو د دغې وړې راډیو شاته ځینو ناستو ډېرې دنګې د خپل هوس قرباني کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوه کلیواله نجلۍ مې پېژندله، یو نیم وخت به یې شعر لیکه. ویل یې یو وار مې راډیو کې ولوست زنګونو دومره په عذاب کړم چې بیخي مې کتابچه څیرې کړه.
یوې بلې بیا ټولو کې اوازه ګډه کړې وه، چې واده شوې ده. د راډیو ځینې کارکوونکي د نجونو یوازینی سرخوږی نه دی بلکې د راډیو اوریدنکو هلکانو ته هم د نجونو شمیرې ورکوي.
شاید اوس لنډه خبره ذهن ته درغلې وي چې نو نجونې ولې زنګ وهي؟ خو کرارې دې کېني. خو زه وایم ولې باید نارینه مزاحمت وکړي؟ ولې یې بلېک مېل یا وګواښي؟
له کورنیو نیولې بیا تر ښوونځي او پوهنتونه په دغسې مسایلو کې ډېر خلک نارینه نه ګرموي.

د عکس سرچینه، Getty Images
وايي د سړي لمن اوږده ده. خو دا لمن دوی ور اوږده کړې. زموږ مېندې او پلرونه په کورونو کې خپلو لوڼو ته وايي، چې د باندې تللې ټیکری په سروه، د لارې کونج ته ځه، بوټ دې باید ټیټ وي، ونه خاندې، سترګې تورې نه کړې، ځکه چې بیا د هلکانو درپام کېږي او هغوی دې شاید وځوروي.
خو دوی خپل زوی ته نه وايي، چې که دې په لار کې کومه نجلۍ لیدله مه یې ځوروه. هغوی ته درناوی وکړه. هره یوه ستا، ستا د کورنۍ غوندې شخصیت لري. ژوند لري، زړه لري او مور او پلار لري چې پرې خوږیږي.
زموږ یوې ټولګیوالې د خپل لاس رګونه پرې کړي و.
وروسته خبره شوم چې درې کاله کیږي، یو هلک پرې میین شوی. ویل هغه مې قیدوي. له فېسبوکه نیولې تر کالیو یې زما په هر څه کار وي. له کوره چې راځم او له دې ځایه چې بېرته ځم څاري مې.
تل یې همدا راته په خوله وي چې تا له ماسره اړیکه وپالله بل چا سره یې هم پاللی شې. دې غوښتي ترې بېله شي خو په انځورنو یې ګواښلې وه. دې ته یې ویلي و چې پلار دې خبروم. نو نجلۍ هم لار ورکه وه، چاړه یې په نازکو رګونو راتېره وه.
بیا ټولګیوالو ورته وویل چې له هغه مخکې دې دا خپله پلار ته حال ووايي. دې پلار ته وویل.
هغه هلک ته زنګ وواهه را ويې غوښت، خو هلک نه و راغلی. بیا یې کور ته ورغلی و او د همدې ځوان پلار سره غږیدلې و.
زموږ د ټولګیوالې انځورونه یې پرې ړنګ کړي و. دې نجلۍ چې کانکور ازموینه ورکړه د کابل پوهنتون يوه ښه پوهنځي ته بریالۍ شوه.
که وطن کې څوک د بد اخلاقي خبره یاده کړي لومړی دلیل چې مو ذهن ته راځي نالوستي ده.
رنځ معلومول
موږ فکر کوو چې دا ټولې ستونزې په همدې خاطر دي چې ښوونځي مو تړلي او پوهنتونه کم دي، خو د راډیو له ژورنالیست نه نیولې تر دې بل هلکه پورې دوی ټولو زده کړې کړې دي.
شاید لوړې زده کړې یې هم وي، خو ولې بیا هم همدا کار کوي؟
موږ د کلتور په نوم یو مضمون درلود. خدای مې دې نه غلطوي له لسم ټولګي لکه چې پېل شوی و.
موږ پکې د ریباري، سنتي، واده، نکاح، کوژدې، نوي کال، او اختریزو مراسمو او دودنو په اړه لوستل.
دا دودنه زموږ زده دي، ځکه موږ ورسره را لویږو خو دا د زده کوونکو نه وي زده چې د یو چا او خپل شخصي حریم ته څرنګ درناوی وشي.
دا نه ورښيي چې څه په ټوولنیز لحاظ بل چاته بد دي تاته هم بد دي.
یو مثال یې همدا اړیکې دي چې نارینه یې په هسکه غاړه یادوي خو د ښځو ملاوې پرې ور ماتوي.
یو کال یوې سیمه ییزې راډیو د نجونو اړیکې بندې کړې وې. ویل یې د همدې اړیکو له امله. موږ نجونې بندې کړې چې نور زنګ ونه وهي. خو ایا موږ ځینې شیان په پټولو سمولی یا ورکولی شو؟
که لاس مو خوږیږي، چې شلو بړستنو کې یې ونغاړئ بیا به هم خوږیږي.
نو باید له کوره راووځئ روغتون ته ولاړ شئ، معاینات وکړئ، رنځ معلوم او بیا درمل واخلئ. دا ستونزې هم همداسې دي، که یو لوری غلی یا لیرې کړو ستونزه خو حل نه شوه.
زه مې تل خورلڼو ته وایم که زموږ غوندې ټولنه کې غواړو چې ښځې مو له نرو سره خوندي او ښه ژوند ولري باید د سړو پوهای ډېر کړو. ځکه دلته نارینه په واک کې دي. کلونه وشول چې ښځې پوهول کېږي چې ښوونځی درته لازم او ستا حق دی، خو د دې ورور یا پلار نه پوهول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې همدا نجلۍ غواړي ښوونځي ته ولاړه شي نارینه چې اختیار لري دا پر سر وهي.
زموږ په ټولنه کې تقریبا هر سړی د پنځو، شپږو ښځو ( مور، مېرمن، لور، لمسۍ، خور ) مسوولیت لري یا یې په اړه هره پرېکړه کولی شي. که د همدې یوې نجلۍ په ځای موږ یو سړی پوه کړو شاید د همدې ټولو ښځو ژوند مو بدل کړی وي.
لکه زما د ټولګیوالې پلار چې اوس یې لور مړه او سپکه نه، بلکې د پوهنتون یوه سر لوړې زده کوونکې ده.
دا چې په ځینې نورو ټولنو کې د ګواښلو او بلېک مېل کولو قضیه نه شته په دې معانا نه ده چې هغلته خلک روابط نه لري، بلکې هغوی یې حدودو او قوانینو ته درناوی لري.
یا هم شاید یو څه د ویښ وجدان په نوم ولري. خدای ( ج ) دې وکړي نور زموږ په وطن کې د ښځو دا لنډۍ کمرنګه شي چې:
سترګې خو هر چا تورولې
په دې مېرات کلي کې زه په نښه شومه
کاشکې دوی هم په دې میراته نړۍ کې د نورو غوندې بې له ډاره تورې سترګې او هسکه غاړه وګرځي.


















