کابل له ریاضه د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو کې همکاري غوښتې

ښاغلی عبدالله د یوه جګپوړي افغان پلاوي په مشرس سعودي عربستان ته تللی

د عکس سرچینه، اجراییه ریاست

د عکس تشریح، ښاغلی عبدالله د یوه جګپوړي افغان پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته تللی
د خپرېدو وخت

سعودي وايي، د افغانستان د سولې د بهیر چټکوالي په موخه به خپل امکانات او توان درېغ نه کړي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل بي بی سي ته وویل، پاچا سلمان له ښاغلي عبدالله سره پر درو مسلو ټینګار کړی ''لومړی دا چې سعودي عربستان به د افغان سولې د بهیر د خوندیتوب لپاره خپل ټول امکانات افغان دولت ته ورکوي، دویم دا چې طالبان باید د سولې لپاره خپل نېک نیت وښيي او ترهګریز بریدونه پای ته ورسوي او درېیم دا چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي ښه شي.''

ښاغلی فیصل وايي، عبدالله عبدالله په افغانستان کې د سعودي د رول پر اهمیت ټینګار وکړ او د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو د وچولو لپاره یې د سعودي عربستان مرسته وغوښته.

نوموړي دا هم وویل چې د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه د 'ترهګرو ډلو' ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله د سعودي له چارواکو دا هم غوښتي چې د په دغه هېواد کې د افغان کارګرو وضعیت ښه کولو لپاره ګام واخیستل شي او د دواړو هېوادونو اقتصادي، کلتوري او روزنیزې اړیکې لا پسې وغوړېږي.

ښاغلي عبدالله له پاچا سلمان سره په خبرو کې له ریاضه د افغان سولې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د عکس سرچینه، اجراییه ریاست

د عکس تشریح، ښاغلي عبدالله له پاچا سلمان سره په خبرو کې له ریاضه د افغان سولې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د جاوید فیصل په وینا، د سعودي پاچا ډاډ ورکړ چې د پاکستان په پاسپورت ورغلو افغان کارګرو ته به له کومې ستونزې پرته د افغان پاسپورټونو ترلاسه کولو اجازه ورکړي.

په سعودي کې لسګونه زره افغان کارګر په کار بوخت دي او یو شمېر یې په دې هېواد کې په پاکستاني پاسپورټونو کار کوي چې له ګڼو ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ دي.

د عبدالله عبدالله او ملک سلمان ترمنځ دا هوکړه هم شوې چې افغان کارګرو ته به د کار مجوز ورکول کېږي.

افغان محصلینو ته څلورسوه بورسونه

سعودي چارواکو ژمنه کړې چې هر کال به ۴۰۰ افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ورکوي او په قضايي او تقنیني برخو کې به هم د افغانانو د ظرفیت جوړولو کې همکاري وکړي.

اجراییه مشر عبدالله د سعودي د مالیې له وزیر سره په خبرو کې له ریاضه وغوښتل چې د خلیجي حوزې په هېوادونو کې د افغانستان د صادراتو لپاره د ګمرکي معافیت مسله هم په نظر کې ونیسي.

افغان چارواکي هر کال هڅه کوي چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ لپاره د عربستان ملاتړ ترلاسه کړي.