د تېلو نه رسېدو له امله د پي ای اې الوتنې لغوه او ځنډول شوي دي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان ملي هوايي شرکت پي ای اې د تېلو د نه رسولو له امله خپل پروازونه ځنډولي دي. له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان دولتي تېلو ادارې (پي اېس او) له لوري د تېلو د نه رسولو له امله د پي ای اې پروازونه لغوه شوي دي.
د پي ای اې یوه ویاند تایید کړه چې مالي بحران او د تېلو نشتوالي له امله یې د الوتنې عملیات وځنډول او مساپر له تېرو څو اونیو راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي.
د پي ای اې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، د الوتنو ځنډ یا لغوه کول د تېلو د کمښت له امله و، چې د تېلو پیسو په ورکړه کې د ځنډ له کبله دي.
د هغه په وينا، پي ايس او د پورونو د خلاصولو غوښتنه کړې چې وروسته تر هغه به تېل ورکړي، وروسته له هغه چې پي اي اې به د ورځې سل میلیونه روپۍ پي ايس او ته ورکوي. خو اوس دا اندازه نوره هم زیاتېږي او هره ورځ به ۱۵۰ میلیونه روپۍ وي.
هغه ومنله چې الوتنې د تېلو د کمښت له امله لغوه او ځنډول شوې، خو دا موضوع له پي اېس او سره څېړي، چې د الوتنو عملیات منظم شي.
بل پلو د پي اېس او ویاند ویلي دوی پي ای اې ته د تېلو ورکړه هېڅ نه ده بنده کړې.
هغه زیاته کړې د اکتوبر له اتمې تر ۱۷ مې نېټې یې پي ای اې ته د یو میلیارد او اته سوه پنځوس میلیونه روپیو تېل په پور ورکړي دي. خو دوی تر اوسه یو میلیارد او سل میلیونه روپۍ ترې ترلاسه کړې دي.
ملامت څوک دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پي ای اې او پي اېس او دواړه دولتي ادارې دي. د دواړو تر منځ د تېلو د ورکړې پر سر د لانجو له امله عام مساپر زیانمن کېږي.
په کراچۍ کې د هوايي چلند یوه لوړپوړي خبریال جاوید اصغر چوهدري د دواړو ترمنځ د پیسو راکړې ورکړې په تړاو بي بي سي ته وویل، په دې معامله کې ملامت پي ای اې شرکت دی، چې پي اېس او ته یې د تېلو پیسې نه دي ورکړي.
د هغه په وینا پي ای اې او پي اېس او ته ۲۶ میلیارده روپۍ وركړې وې، چې بیا د حكومت تر مداخلې وروسته کنګل كړای شوې.
د ښاغلي چوهدري په ویناې ټاکل شوې وه چې پي ای اې به خپلو پورونه هره ورځ ورکوي خو په دې لړ كې د پي ای اې پورونه اوس تر یو نیم میلیارده روپیو زیات شوي دي.
جاوید چوهدري پي ای اې په "غیر مسلکي مدیریت" تورن کړ، چې نشي کولای دا اداره په مسلکي ډول پرمخ بوځي.
د ښاغلي چوهدري په وینا، اوس حالت داسې کچې ته رسېدلی، چې د دوشنبې په ورځ هېڅ کورنۍ الوتنه نه شي کولای. هغه دا نظر رد کړ چې د پي ای اې خصوصي کول د ستونزې حل دی:
"د حکومت له ضمانت سره سره هېڅ اداره پي ای اې ته د پور ورکولو لپاره ته تیاره نه ده"

د عکس سرچینه، BLOOMBERG
د پي ای اې لخوا د تېلو د پورونو نه ادا کول د دې ادارې د مخ په زیاتېدونکي مالي کسر له امله دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې مخ په ډېرېدو دي او د پورونو د ادا کولو په برخه کې د ادارې ستونزې هم ډېرې شوي.
د پي ای اې لخوا په خپاره شوي مالي راپور کې ویل شوي د ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو مخکې شپېته میلیارده او ۷۱۰ میلیونه روپۍ مالي زیان شوی، دا اندازه د تېر کال په لمړيو شپږو مياشتو کې ۴۱ میلیارده او ۳۱۰ میلیونه روپۍ وه.
د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د روپۍ د ارزښت د کمېدو له کبله پي ای اې ته ۲۷.۴۵ میلیارده روپۍ تاوان اوښتی، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د تبادلې زیان ۱۳.۸۵ میلیارده روپۍ و.
راپور کې زیاته شوې چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۴۸.۳۴ میلیارده روپۍ د تېلو او غوړو په برخه کې لګول شوي، په داسې حال کې چې د تېر مالي کال په همدې موده کې دغه اندازه ۳۰.۷۸ میلیارده روپۍ وه.
د پي ای اې د زياتېدونکي زیان له امله، چارسمبالي حکومت په دې وروستيو ورځو کې د هغې د خصوصي کېدو اعلان کړی دی.
د خصوي کولو چارو وزیر فواد حسن فواد په وینا هېڅ مالي اداره د مرکزي حکومت په ضمانت ان پي ای اې ته پور ورکولو ته تیاره نه ده.
هغه وايي د پي ای اې خصوصي کولو لپاره وروستۍ نېټه نده ټاکل شوې، خو هڅې روانې دي چې ژر تر ژره یې خصوصي کړي.




















