د سولې ټولیز تعریف او د افغانستان اوسنی وضعیت

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مشتاق رحیم
- دنده, د سولې او پراختیايي چارو کارپوه
- د خپرېدو وخت
د تاریخ په اوږدو کې انساني ټولنه له شخړو څخه د خلاصون او د سولې په تکل کې هلې ځلې کوي. ډېری وخت د سولې لپاره جګړه کېږي، کله هم سوله د یوې ډلې لخوا د بلې لاندې کولو کې لټول کېږي او کله کله بیا ډيپلوماسي او خبرې اترې دي چې شخړو او تاوتریخوالي ته د پای موندلو لپاره کارول کېږي.
خو پوښتنه دا ده چې آیا سوله یوازې د تاوتریخوالي پای او فزیکي خوندیتوب دی؟
که څه هم جرمن فلسفي ایمنول کانت د اتلسمې پېړۍ په پای کې د تلپاتې سولې تر عنوان لاندې مضمون کې د سولې تعریف د هغه مهال اروپا د سیاسي-نظامي شخړو په رڼا کې وړاندې کولو سره ویلي و، چې کله د سولې بحث مطرح وي نو په پټه باید جګړې ته چمتو والي ونه شي، د بل هېواد خاوره په زور ونه نیول شي، پوځونه باید د وخت په تېرېدو له منځه یوړل شي، هېوادونه له پوروړي کېدو څخه ځانونه وساتي، د جګړې پر مهال خونړیتوب تر هغه بریده ونه رسېږي چې په راتلونکې کې د سولې ټولې شونتیاوې او لارې ډب کړي.
د کانت د تلپاتې او بنسټیزې سولې دا تعریف، له هغه وروسته د وخت د اړتیاو سره سم ارتقايي بدلون موندلی چې وروستۍ بڼه یې نارویجي څیړونکي، د شخړو او سولې د چارو کارپوه جهان ګالټونګ وړاندې کړې. ګالټونګ سوله پر منفي او مثبت ډولونو ویشي.
مثبته او منفي سوله
د تاوتریخوالي نه شتون او په یوه جغرافیه کې د ټولنې د وګړو لخوا د فزیکي خوندیتوب احساس، د شخړو او سولې د چارو د پوهانو په اند په ټولنه کې د منفي سولې د شتون نښه ده.
اما د یوې سالمې او ریښتونې سولې لپاره اړینه ده چې ټولنه مثبته سوله ولري. د پوهانو په اند مثبته سوله هغه مهال منځ ته راځي چې د فزیکي تاوتریخوالي ترڅنګ جوړښتي تاوتریخوالی هم له منځه لاړ شي. جوړښتي تاوتریخوالی د جبر هغه بڼه ده چې سیاسي، اقتصادي یا ټولنیز جوړښتونه په داسې بڼه فعالیت کوي چې وګړي له خپلو حقونو محرومه کړي، او یا هم د وګړو له دغه حقونو څخه یو یا ډیرو ته د لاسرسي مخ ډب کړي.
د منفي او مثبتې سولې په بحث کې پوهان په دې اند دي چې د مثبتې سولې په لور تکل لپاره اړینه ده چې ټولنه کې منفي سوله راشي او فزیکي تاوتریخوالی پای ته ورسېږي. اما منفي سوله باید په یو ځای تم نه شي او مثبتې سولې راتلو لپاره لاره هواره کړي او له ټولنې څخه د شخړې او تاوتریخوالي د لاملونو ریښې ویستلو یا له شخړې د تلپاتې سولې په لور خوځښت ته پول وګرځېږي.
نو د همدې دلیل له مخې، ټینګار اړین دی چې پرته له مثبتې سولې، یوه ټولنه به له ظاهري تاوتریخوالي خلاصه وي، خو په ناڅرګنده توګه به د جوړښتونو پر مټ ټولنه کې تاوتریخوالی روان وي. د تاوتریخوالي شتون او اوږد مهال کې په وار وار ترسره کېدل طبعي خبره ده چې له تاوتریخوالي ډک مخالفت زېږوي چې ښايي له کبله یې ټولنه بېرته عملي شخړې ډګر ته مخه کړي او منفي سوله هم له لاسه ورکړي.
د انسانیت لپاره لرلید یا ویژن فار هیومنیټي ادارې، د ګالټونګ او نورو پوهانو نظریو ته د یو عصري چوکاټ په جوړولو سره د نړۍ هېوادونه د مثبتې سولې له اړخه کلنۍ درجه بندي کوي. دغه بنسټ د مثبتې سولې د کچې د ارزونې لپاره اته معیارونه ټاکلي.
د ارزونې معیارونه په یوه هېواد کې د فعاله حکومت درلودل، هلته د سرچینو مساوي ویش، د معلوماتو ازادانه لېږد رالېږد، ګاونډي هېوادونو سره ښه اړیکي، د غوره کاري کادر دلودل، د نورو د حقونو د منلو کچه، د فساد د کچې ټیتوالی او د سوداګرۍ لپاره د غوره کاري چاپیریال دي.
هر څومره چې یوه هېواد کې دغه معیارونه په لوړه کچه وي، هغه هېواد د مثبتې سولې له اړخه په غوره دریځ کې وي او دا راز همدومره د تاوتریخوالي ډکو شخړو څخه واټن په لور درومي.

که د تیوریکي بحثونو په رڼا کې د افغانستان د شخړو تېر څلویښت کلن تاریخ ته وکتل شي، په وار وار د شخړې او منفي سولې ترمنځ په کږلېچ کې ګیر لیدل کېږي. هر ځل چې د افغان شخړې یو لوری برلاسی شوی دی، او واک یې په بشپړه توګه کابو کړی، نو باور یې جوړ شوی چې نوره نو هیڅ ډله د هغه په مخالفت کې د در ېدلو وړتیا نه لري او دغه کاذب غرور یې لامل شوی چې مثبتې سولې په لور ګامونه پورته کولو او د فزیکي تاوتریخوالي پای ته رسولو څخه وروسته د جوړښتي تاوتریخوالي له منځه وړولو لپاره هم کار نه کوي.
د دې چارې پایله دا شوې چې په ډېره لنډه موده کې ظاهري سوله یا منفي سوله هم ورو ورو فزیکي شخړې په لور د خوځېدو ښکار شوې او له منځه تللې چې ورسره د افغانستان د بدمرغه جګړو څرخ همداسې روان پاتې شوی دی.
په افغانستان کې له وروستي سیاسي بدلون سره سم، هېواد مو یو وار بیا له پراخه تاوتریخوالي څخه خلاص شوی، او منفي سوله حاکمه شوې ده. افغانستان د سولې نړیوالې درجه بندې کې، چې د مثتبې سولې د معیارونو په رڼا کې ترتیبېږي، د تېرو اتو کلونو په اوږدو کې هر کال د نړۍ تر ټولو وروستي دریځ کې راغلی او دا راز له سولې څخه بې برخې هېوادونو په لړ کې په لومړي سر کې دی.
خو له دغه ټیټ دریځ درلودو سره سره، د سولې د نړیوالې درجه بندۍ ۲۰۲۳ کال راپور وايي، افغانستان کې د شخړې اړونده مرګژوبلې کچه د تېر کال په پرتله ۹۱ سلنه ټیټه شوې ده. دغه بدلون د هېواد شخړو څخه د سولې لور ته د لېږد، او د مثبتې سولې د ټینګولو لپاره یو ښه فرصت دی.
اما د مثتبې سولې د حاکمیدو لپاره په کار دي چې جوړښتي تاوتریخوالی وپېژندل شي او له منځه وړلو لپاره یې کار وشي چې په دې لړ کې د وګړو سیاسي، ټولنیز او اقتصادي حقوق پرځای شي، د دولت او ولس ترمنځ د معلوماتو د شریکولو له لارې باور پیاوړی شي، د غوره کاري کادرونو په کار ګومارل او د ځوان نسل د روزنې لپاره د زدکړو معیاري کول ترسره شي او همدا راز د اقتصادي څرخ په خوځښت راوستو لپاره د سوادګرۍ چاپیریال سمون ته اوږه ورکړل شي.

د عکس سرچینه، Getty
دا چې په افغانستان کې له تېرو دوو کلونو را پدېخوا د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، دا په افغاني ټولنې کې جوړښتي تاوتریخوالي تر ټولو څرګنده نښه ده چې له امله یې د ولس په منځ کې ناهیلي او د حاکم نظام په اړه بې باوري پیدا شوې ده.
همدا راز، د ښځو په کار او ګرځیدو بندیزونه، په کادري بستونو د غیر کارپوهه کسانو ګومارنه او له ولس سره د نجونو د زدکړو په ګډون د بېلابېلو موضوع ګانو په اړه د معلوماتو نه شریکول هغه څه دي چې د افغاني ټولنې د مثبتې سولې په لور د لېږد مزل یې که درولی نه دی نو خورا ورو کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر ملي اقتصادي پروژې په چټکۍ سره د پلي کېدو په حال کې دي چې له اقتصادي اړخه د هېواد د هوساینې لامل کېدی شي او دا راز ویلی شو چې له اقتصادي اړخه د مثتبې سولې په لور پرمختګ د یادونې وړ دی. خو له ټولنیز عدالت پرته بل هر ډول پرمختګ د افغانستان مثبتې سولې په لور د خوځښت مخه ډب کوي.
افغانستان یو ښه فرصت په لاس کې لري چې له نیمې پېړۍ وروسته له شخړو څخه د سولې په لور د لېږد مزل پيل کړي، او د مثبتې سولې ټینګولو سره هېواد د شخړې او کړکېچ شیطاني څرخ څخه د تل لپاره ووځي. خو دا چاره د مثبتې سولې د ټینګولو پیاوړې ارادې ته اړتیا لري چې د هېواد اوسني حاکمان یې باید تمثیل کړي.



















