د رېکشا چلوونکي زوی محمد سراج د هند ملي لوبډلې غوره لوبغاړی

د خپرېدو وخت

هند د یکشنبې په ورځ کولمبو کې د اسیا جام په پایلوبه کې شري لنکا ته په ماتې ورکولو سره د اتم ځل لپاره اتلولي خپله کړه. په پایلوبه کې د هندي توپ اچوونکي محمد سراج لوبه دومره په زړه پورې وه چې خلکو دغه لوبه د هند او شري لنکا پر ځای د شري لنکا او محمد سراج په نوم یاده کړه.

په دغې سیالۍ کې محمد سراج د هند لپاره په یو ورځنیو لوبو کې په یوه اوور کې د څلورو ویکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړ.

دشري لنکا له خوا پاکستان ته له ماتې ورکولو وروسته د اسیا جام سیالیو ته د پاکستاني مینه والو لېوالتیا تقریبا له منځه تللې وه، خو د سراج توپ اچونې یو ځل بیا دوی د اسیا جام سیالیو ته دوی لېواله کړل.

د ډېرو په اند د اسیا جام پای لوبه یو اړخیزه وه او د کرېکټ مینه وال د شري لنکا له لوبې نهیلي ښکارېدل. دا د اسیا جام سیالیو په تاریخ کې تر ټولو د کمې منډو نوی ریکارډ و. د شري لنکا ټوله لوبډله په ۵۰ منډو وسوځېده. محمد سراج هم په کې د ۱۶ منډو په بدل کې شپږ لوبغاړي وسوځول.

تر دې وړاندې دا ریکارډ د بنګله دېش لوبډلې سره و. بنګله دېش لوبډله د ۲۰۰۰ کال اسیا جام سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې په ۸۷ منډو سوځېدلې وه.

څنګه له یوه عادي‌ وګړي دومره شهرت ته ورسېد؟

محمد سراج په ۱۹۹۴ میلادي کال کې په حیدراباد ښار کې زېږېدلی. د ۲۰۱۷ کال د ای پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو تر اخیستو مخکې د ډېرو خلکو نه پېژانده، خو د سنرایزر حیدراباد لوبډلې هغه په پنځه ویشت میلیونه هندي روپيو واخیست او له هماغه وخته یې د کرېکټ نړۍ ته ور وپېژانده.

سراج تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې توانېدلی و، چې د حیدراباد په رانجي لوبډله کې ځان ته ځای ومومي. په لومړي فصل کې یې په خپلې غوره توپ اچونې د ټولو پام ځان ته ور واړوه.

په سر کې د هغه پر سر بیه یوازې دوه میلیونه هندي روپۍ ټاکل شوې وې، خو د بنګلور او حیدر اباد لوبډلو یې د اخیستلو پر سره سیالۍ د هغه بیه ۱۳ چنده لوړه کړه.

هغه وخت د محمد سراج پلار د هند په سویل تلنګانه ایالت کې اوسېده، په حیدراباد کې یې ریکشا چلوله او مور یې له هغه یو کال وړاندې د نورو خلکو په کورونو کې کار کاوه.

له ۲۰۱۴ کال وړاندې، سراج یوازې په ټېنس بال سره کرېکټ کاوه او هېڅکله یې د رسمي کرېکټ توپ یا هارډ بال سره د لوبېدو چانس نه و په نصیب شوی.

د هند په راجکوټ ښار کې د نیوزیلنډ خلاف د شل اوریزو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې د خپلې ښې لوبې له امله هغه ته د هندد لوبډلمشر له خوا خولۍ ورکړل شوه. هغه مهال د هند لوبډلې ټول لوبغاړي په کتار ورته ولاړ وو او ملي سرود وغږول شو، هغه ته په ډېرو احساساتو هرکلی وویل شو. هغه وخت یې له سترګو اوښکې روانې وې.

د اسیا کپ تر سیالۍ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د سراج په اړه د وطن پالنې او قوم پرستۍ خبرې روانې وې، چې په کې ويل شوي، هند د سراج په څېر مسلمان غواړي.

محمد سراج نه یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د تاریخي توپ اچونې له امله ستایل کېږي، بلکې کله چې یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د لوبغالي کارکوونکو ته ډالۍ کړه، ملګرو لوبغاړو یې هم ډېره ستاینه وکړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي تر اعلان وروسته د خبرو پر مهال کله چې د لوبې مبصر روي شاستري ترې وپوښتل، "میا نن دې کوم بریاني خوړلې"، سراج ځواب ورکړ چې هېڅ بریاني یې نه دي‌ خوړلي.

محمد سراج د حیدراباد اباد دی او بریانی د هغه ځای خورا مشهور خواړه دي، نو ځکه یې دا پوښتنه ترې وشوه. ښايي په ټوکه یې ورته ویل چې د بریاني برکت و.

خو هغه وويل په پرله پسې ډول يې ښه توپ اچونه کوله او توپ وهونکي يې سوځول، چې باالاخره یې نن پایله ولیده.