تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بي بي سي مستند فلم؛ د هغې ښځې مړی چې د سکاټلنډ هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته موندل شوی
وروسته له هغې چې آني بوریسون مړی په ۲۰۰۵ کال کې د سکاټلنډ په سواحلو کې ومندل شو، پولیسو یې مړینه د ځان وژنې پېښه یاده کړې وه.
د آني کورنۍ او ملګري له کلونو راهیسې د هغې د مړینې په اړه د لا زیاتو پلټنو غوښتنه کوي.
اوس یې بي بي سي د وژنې پېښه په یوه مستند فلم کې څېړلې ده.
۲۰۰۴ کال کې اني له سویډنه اډنبرا ته لاړه چې د سکاټلنډ له تاریخي ښارونو یو دی.
هلته له تګ وروسته یې د انګریزۍ ژبې زدکړې په ټولګیو کې داخله واخیسته او په یوه سیاحتي مرکز کې یې دنده پیل کړه.
دې ۳۰ کلنې ښځې په شپږو ژبو خبرې کولې، او با استعداد ښځه وه، ملګرو یې د "ګړېدونکې او پیاوړې" ښځې په نامه یادوله.
تر ټولو نږدې ملګرې ماریا جانسن یې په اړه وايي:" اني یوه ښه ښځه وه، ماته زما د خور په څېر وه. یوه خپلواکه او پیاوړې ښځه چې اوږده تور وېښتان یې و، هغه د وایکېنګ د شهزادګۍ په څېر وه."
د ۲۰۰۵ کال په ډسمبر کې اني په سویډن کې خپلو ملګرو او کورنۍ ته ویلي و چې پرېکړه یې کړې د کرسمس رخصتیو کې خپل کور ته راستنه شي.
د شبنې پر ماسپښین د ډسمبر په درېمه اني خپل د کالیو بکس او پاسپورټ واخیست او له اډنبرا د خپل وطن په لور روانه شوه.
اني اډنبرا کې د خپل کور کرایه له مخکې ورکړې وه، پو سویډن کې یې د وېښتو په یوه صالون کې وېښته واړه کړل او له یوه کتابتون یې کتابونه وپېرل چې له ځانه سره یې ځان سره یوسي.
ګلاسکو کې د "پرست ویک" هوايي ډګر سي سي ټي وي کمرو ترمېنل ته د اني د راننوتلو ویډیو ثبت کړې.
ویډیو کې لیدل کېږي چې اني یوازې پنځه دقیقې په هوايي ډګر کې دننه پاتې کېږي او بیا له وايي ډګره بېرته ووځي.
دا روښانه نه ده چې اني ولې له وايي ډګره بېرته وتلې. له دې وروسته د اني لیدل شوی عکس د هغې مړی و چې همدې هوايي ډګره یو میل لېري "پرست ویک" ساحل سره موندل شوی.
یوه کس چې خپل سپی یې ګرځاوه د انی جسد چې شاوخوا یې سامان ورسره پروت و لیدلې وه.
پولیسو هغه مهال د اني د مړینه ځان وژنه یاده کړې وه خو د هغې د خپلوانو سره تل په دې اړه پوښتنې وې.
اوس بي بي سي په یوه مستند فلم کې یوه کال کې د هغې د مړینې پېښه څېړلې او ویلي یې دي چې د چارواکو د لومړنیو څېړنو په اړه پوښتنې شته چې ځوابولو ته اړتیا لري او د دې پېښې په اړه تېرو کلونو کې تازه شیان راښکاره شوي.
د مستند فلم د جوړولو ډلې د سکاټلنډ د جسدونو د څېړنو څانګې ته چې د ناڅاپی او مشکوکو مړینو په اړه پلټنې کوي یو رسمي لیک استولی او د اني د مړینې د پېښې د بیا کتنې غوښتنه یې کړې.
پولیسو د اني د مړېنې پېښه ځان وژنه یاده کړې خو کورنۍ یې بل ډول نظر لري.
اني څنګه مړه شوه؟ د بي بي خبریاله هېزل مارتین د اني د مړېنې د پېښې څېړنو پسې وتلې.
سره له دې چې پولیسو وايي د اني په مړینه کې د جنايي پېښې کوم شواهد نشته خو مودې کېږي چې ماریا د هغې د مړینې پېښې د څېړنې غوښتنه کوي.
هغه وايي، ۱۸ کال د اني د خپلوانو او ملګرو لپاره "سخت اوږد وخت دی" چې د ځواب موندلو په لټه کې یې تېر کړي دي.
"هېر به نه شي"
د سکاټلنډ د وژنو د پېښو د پلټنو مرکز په رپوت کې چې کومو ۱۱ ټکو ته اشاره شوې، له مړېنې وروسته معایناتو او د اني پر بدن د نښو په ارزونه کې اختلاف موجود دی.
د طبي معایناتو په رپوټ کې چې د اني د جسد له موندلو درې ورځې وروسته شوي د هغې پر بدن د فزیکي صدمې هېڅ ثبوت او نښه پکې نشته.
خو ګان دابنرګ چې سویډن ته د اني د جسد له راستنولو وروسته یې هغه د جنازې مراسمو ته برابروله او هغه یې ولمبوله او کفن کیې یې کړه بي بي سي ته وویل"څلور کاله کېږي چې دا کار کوم تر اوسه مې هېڅکله داسې څه نه و لیدلي، هېر به مې نه شي."
که څه هم له ګان په رسمي ډول نه و غوښتل شوي چې د اني جسد معاینه کړي، هغه وايي"کله چې مونږ تابوت خلاص کړ، ما یې پر غاړه د ګوتو نښې ولیدلې هغه نښې مې اوس هم په یاد دي."
له دې سربېره بي بي سي ته په را استول شوي لیک کې راغلي چې پولیسو په سکاټلنډ کې د اني قضیې په اړه د هر ډول مالوماتو او له معایناتو وروسته د عسکونو له خپرولو ډډه کړې او کورنۍ ته یې هم نه دي ښکاره کړي.
پولیسو استدلال کړی چې د عکسونو لیدلو لپاره لیوالتیا نه وه او دا کار د اني کورنۍ لپاره هم ځوروونکی او خپه کوونکی و.
دې لیک کې د لابراتوار د معایناتو د هغې پایلې یادونه هم شوې چې د اني په بدن کې یې د مایکرو اورګانیزم شتون ښيي، هغه څه چې څرګندوي ښايي اني د پرست ویک سمندر اوبو کې ډوبه کړل شوي وي.
سره له دې چې اني د خپل ژوند وروستیو ورځو کې خپلو خپلوانو ته ویلي و چې ژور خپګان لري خو هغو ملګرو یې چې له نږدې لیدلي د ځان وژنې پېښه ردوي.
اني له خپلې مړینې دوه ورځې مخکې د کت دالمو په نامه خپل ملګري او همکار لیدو ته ورغلې وه.
هغه وايي:" ښه وه هېڅ خپه نه ښکارېده."
مایکل نیل چې چې د پولیسو د پلټنو پر مهال یې د کار ورځ وه د پولیسو د رپوټ په تایید وايي:"هېڅ داسې نښې نه وې چې روښانه کړي پېښه جنايي ده."
د دې فلم د چمتو کولو لپاره بي بي سي د ډاکتر استورات همېلتن سره چې ۱۵ کاله تجربه لري خبرې کړي.
هغه ویلي، ډاډه دی چې د اني د قضیې بیا کتنه به د هغې له کورنۍ سره لویه مرسته وي.
د ښاغلي همېلتن په وینا، دا چې اني په کومو شرایطو کې ډوبه شوې لا روښانه نه ده په دې اړه لا نورې څېړنې به "ارزښتمندې" وي.
ډاکټر همېلټن زیاته کړه:"دا کار باید د هغو کسانو د زړه او ذهن د ارامښت لپاره وشي چې اني سره مینه لري."
سکاټلنډ کې د مړینې د پېښو د څېړنو اداره چې د عملیاتو څارنه کوي وايي، که څه هم د اني د مړینې د لامل لومړنۍ پایلې له شواهدو سره برابرې دي خو دوی دې برخه کې تل د نویو شواهدو منلو ته چمتو دي او د اني کورنۍ ته به د هر ډول پرمختګ په اړه خبر ورکړي.
د سکاټلنډ پولیسو د جرمونو څانګې یوه افسر ویلي:"مونږ پوهېږو چې د اني د کورنۍ لپاره څومره ځوروونکې ده."
هغې دا هم ویلي چې د اني د وژنې قضیه په بشپړه توګه څېړل شوې او د هغې د وژنې په اړه د کوم جنایت د ترسره کېدو نښې او شواهد نشته.