د ایټالیا مخکېنی لومړی وزیر برلسکوني د ۸۶ کالو په عمر ومړ

د عکس سرچینه، AFP
د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر سیلویو برلسکوني چې د جنسي فساد او رسوایۍ له تورونو سره سره د ایټالیا په سیاست کې پاتې شوی و، د ۸۶ کلونو په عمر مړ شو.
هغه د میلان په یوه روغتون کې بستر و.
سیلویو برلسکوني یو خبر جوړونکی میلیارډر و، چې د ځواک او په رسنیو کې له ډېر نفوذه برخمن و.
هغه لومړی ځل په ۱۹۹۴ کال کې واک ته ورسېد او تر ۲۰۱۱ کاله یې څلور ځله د حکومت مشري وکړه.
ښاغلي برلسکوني د مرکزي ښي اړخي "فورزا ایټالیا" ګوند مشري کوله، چې د تېر سپټمبر له ټاکنو وروسته د لومړي وزیر جورجیا میلوني له ټلوالې سره یوځای شو. په ورته وخت کې ښاغلی برلسکوني د ایټالیا په مشرانو جرګې کې د سناتور په توګه هم ټاکل شوی و.
د ایټالیا پخوانی ولسمشر د وینې سرطان په ناروغي اخته و.
تر دې دمه یې په رسمي توګه د مړینې سمدستي لامل نه دی تایید شوی. خو هغه له ۲۰۲۰ کال راهیسې د کرونا وبا له خورېدو وروسته څو ځله روغتیایي ستونزې درلودې.
برلسکوني په ۱۹۳۶ کال کې په میلان کې زیږیدلی و، مخکې له دې چې خپل ساختماني شرکت جوړ کړي، بریښنايي جاروګانې یې پلورلې.
وروسته هغه د ایټالیا تر ټولو بډای سړی شو او د خپلو تلویزیوني چینلونو له لارې یې خپل بخت جوړ کړ.
هغه د اې سي میلان فوټبال افسانوي کلپ د مالک په توګه نړیواله پېژندنه ترلاسه کړه.
برلسکوني په ۱۹۸۶ کال کې مخکې له هغه چې سیاست ته ولاړ شي د اې سي میلان لوبډله له دیوالي کېدو وژغورله.




















