تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لومړنۍ ښځه چې د ترکيې د مرکزي بانک مشره ګومارل شوې
رجب طیب اردوغان، چې د ترکیې د ولسمشر په توګه یې خپله درېیمه دوره پیل کړه، حفیظه غایه ارکان یې د هېواد د مرکزي بانک نوې مشره وټاکله.
ښاغلې ارکان د امریکا په شرکتونو او بانکونو کې د کار تجربه لري.
حفیظه غایه ارکان په ترکیه کې لومړنۍ ښځه ده، چې دا مقام یې په غاړه اخیستی دی.
د شنونکو په اند، د نوموړې ټاکل د ښاغلي اردوغان په اقتصادي تګلارو کې د ښکاره بدلون نښه ده.
دوی وايي، وروستيو کلونو کې د ښاغلي اردوغان اقتصادي تګلاره د انفلاسیون او اقتصادي ناورین د زیاتېدو لامل شوې وه.
همدارنګه د ترکې د پولي واحد (لېره) ارزښت په وروستیو کلونو کې د پام وړ ښکته شوی دی.
خبريالان وايي، مهمه پوښتنه دا ده چې د مرکزي بانک نوې مشرې ته به څومره واک ورکړل شي، چې پولي سیاست په سم لوري روان کړي.
حفیظه غایه ارکان، چې له پرینسټون پوهنتون څخه یې مالي برخه کې ډوکتورا یا پي اېچ ډي اخیستې، د ترکیې مرکزي بانک پنځمه مشره ده چې په تېرو څلورو کلونو کې ټاکل کېږي.
۴۳ کلنه اغلې ارکان د شهاب کاوجی اوغلو ځای ناستې شوې، چې د ولسمشر اردوغان د مالي پالیسۍ ملاتړ سره یې د لېرې ارزښت تر تاریخي کچې په ۲۰۲۱ کال کې ټېټ کړ.
تېر کال یاد هېواد کې انفلاسیون لوړې کچې ته پورته شو، چې په تېرو ۲۴ کلونو کې بې سارې و.
مرکزي بانکونه معمولا د انفلاسیون سره د مبارزې لپاره د سود نرخ لوړوي، خو ښاغلي اردوغان دا "د ټولو بدبختیو اصلي لامل" ګاڼه.
ښاغلی اردوغان او د هغه همغږي دا دلیل راوړي، چې د سود نرخ کمول به صادرات، پانګه اچونه او کار ته وده ورکړي، خو ډېری اقتصاد پوهان دا کمښت یو بې مسولیته ګام ګڼي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د ترکیې مرکزي بانک د ښاغلي اردوغان د پرېکړو له امله وروستیو کلونو کې خپلواکي له لاسه ورکړې ده.
خو ویل کېږي، چې د بهرنیو زېرمو کمېدل، له واکه وتلی انفلاسیون، روانو حسابونو کې کسر له کبله تمه کېږي، چې د ترکیې مرکزي بانک روانه میاشت کې د سود کچه له ۸.۵ سلنې څخه ۲۰ او ۲۵ سلنې ترمنځ لوړه کړي.