تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عمران خان له ګونده بېل شویو ځينو غړو د 'استحکام پاکستان ګوند' جوړولو اعلان وکړ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي د نوي سیاسي ګوند، استحکام پاکستان اعلان کړی او ویلي یې دي، هېواد یې دا مهال له یوه نازک حالته تېرېږي، نو ځکه دوی ولس ته د هیلو ورکولو په موخه نوی ګوند جوړوي.
جهانګير ترين په يوه شخصي هوټل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د نوي ګوند د جوړېدو اعلان وکړ.
هغه وویل "سیاست ته تر راتلو وروسته، مې یوازینۍ موخه دا وه چې د هېواد پرمختګ کې برخه ولرلم."
نوموړي زياته کړه، "زه دودیز سیاستوال نه وم او غوښتل مې د هېواد لپاره څه وکړم. له همدې امله زه د تحریک انصاف برخه شوم او د ګوند د پیاوړتیا لپاره مې شپه او ورځ کار کاوه."
د استحکام پاکستان ګوند په پرانيسته کې د جهانګير ترين تر څنګ د تحريک انصاف ځينې نورو پخوانيو غړو لکه عمران اسماعيل، عليم خان، علي زيدي فواد چوهدري، فردوس عاشق اعوان او فياض احمد چوهان هم ګډون درلود.
ښاغلي ترین دا هم وويل، "په راتلونکو ورځو کې به ځینې حقایق ستاسو پر وړاندې راڅرګند شي چې موږ د ګوند د پیاوړتیا لپاره څه کړي دي. چارې هغه ډول مخ ته نه تلې چې موږ غوښتلې."
هغه زیاته کړه که د می د نهمې نېټې پلان جوړونکي عدالت ته راکش نه کړو نو د سیاستوالو پر کورونو بریدونه به هم د منلو وړ وي.
د ښاغلي ترین په وینا په راتلونکو ورځو کې به خپله سیاسي اجنډا او منشور له ځان سره راوړي او په راتلونکو ټاکنو کې به ښه کارکردګي وښیي.
بلخوا اسلام اباد کې لوړې محکمې د پخواني لومړي وزير عمران خان پر وړاندې د فساد قضيه کې د عمل نه کولو حکم د جون تر ۱۴ مې غځولی او قضيه یې ځنډولې ده.
عمران خان نن پنجشنبه (۸ جون) اسلام اباد کې لوړې محکمې ته ورغلی و، او له خبریالانو سره یې خبرو کې ويلي، هغه سياستوال یې چې ګوند پرېږدي او نوی ګوند جوړوي، دی ورته نېکې هيلې څرګندوي.
هغه يو ځل بيا د مې نهمې پېښو په اړه د ازادو پلټنو پر اړتيا ټينګار کړی دی.
په همدې وخت کې د پاکستان پوځ مشر عاصم منير تر مشرۍ لاندې د پوځيانو کنفرانس پر مهال ويل شوي د مې نهمې پلانوونکو پر وړاندې دې قانوني ګامونه واخيستل شي.
لسګونه کسان چې د مې نهمې پر ورځ تاوتريخوالي پېښو کې پر ښکېلتيا تورن دي، پوځي محکمو کې تر محاکمې لاندې دي.